د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

هرات: د سړک جوړولو د شرکت ۳تنه د وسله والوله منګولو خوشې شول


د هرات سرپرست والي وايي چې د وسله والو غیرمسولو ډلو د بې وسلې کولو لپاره یې هڅې پيل کړي دي.

اصیل الدین جامي ازادۍ راډیو ته پرون ماښام وویل چې په هرات کې یو شمېرغیرقانوني وسله وال شته چې خال خال حملې کوي او په دې ولایت کې یې امنیتي وضعیت خراب کړی دی.

خو ښاغلي جامي وویل: د هرات امنیت د ډيرې اندیښنې وړنه دی.

″زما بنیادي هدایت دا دی چې اختطاف او قتل باید پاي ته ورسیږي. زموږټولې امنیتي ادارې د دې مسولیت لري چې د هرات په وضعیت کې ستر بدلون راولي. ″

هراتیانو ته د افغانستان د ولسمشرمحمد اشرف غني پردې وینا ښايي څلرویشت ساعته نه وو تیرشوي چې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د سرک جوړولو د یوه شرکت پرکارکونکو حمله وشوه او لس تنه یې وتښتول شول.

د اصیل الدین جامي په وینا تیره شپه يي درې تنه د وسله والو له منګلو خلاص شول او د نورو ۷تنو د خوشې کولو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي.

د هرات سرپرست والي اصیل الدین جامي پرون [یک شنبه] ازادي راډيو ته وویل چې دا حمله د ملا نسیم په نوم د یوه سیمه يیز، غیرمسول قوماندان وسله والې ډلې کړې وه.اصیل الدین جامي وویل:

"دا کومه مهمه یا ډيره پيژندل شوې ډله نه ده . دا ډله د ګزرې په شاوخوا کې داسې خال خال وسله والې حملې کوي او کوم ځانګړي نفوذ نه لري. موږ د داسې ډلو دمشرانو د اعدام شاهدان و.

یو شمېر یې په هرات کې لا زنداني دي. دوي داسې ستونزه نه پيښوي چې د مهار وړ نه وي او یا هم د ډيرې اندیښنې سبب شي."

ښاغلي جامي څرګنده کړه چې امنیتي ځواکونو د دې کسانو د خوشې کولو لپاره عملیات پيل کړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ وویل چې په هرات کې وضعیت که څه هم نسبتا کرار دی خو په دې ولایت کې بنسټيزې ستونزې شته چې د حل لپاره یې بدلون ته اړتیا ده.

ښاغلي غني د دې بدلون په پيل کې، د هرات د ټولو [پینځلس] ولسوالیو امنیه قوماندانان له دندو لرې کړل.

ولسمشرهمدا راز هغه ولسوالان له دندو ګوښه کړل چې د رقابتي دولتي ازموینې له ګډونه پرته، په دندو لګیدلي و.

د هرات د ولایت سرپرست ازادۍ راډیوته وویل چې چې په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به له پوځي اقداماتو هم ډډه ونه کړي.اصیل الدین جامي وویل:

″ولسمشر د امنیت پرتامین او د غیرمسولو وسله والو قوماندانانو پر نیول کیدو تاکیید وکړ.

هلته فیصله وشوه او د دې هدایت عملي کول له هغې ګړۍ پيل شوي دي. ان که د جګړې او عملیاتو له لارې هم وي، د هرات وضعیت باید له نا امنۍ پرامنیت بدل شي."

د هرات د ولایت سرپرست وویل چې د هرات امنیت ډيرد اندیښنې وړنه دی خو په یو شمېرلرې ولسوالیوکې چې اساسي ستونزې دي، د حالاتو د ښه کولو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري.

ښاغلي جامي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل خو په عمومي ډول، د بهرنیو هېوادو د استخباراتي ادارو فعالیتونه، فقر او بې کاري یې په هرات کې د بې امنیتي عمده عوامل وګڼل.

XS
SM
MD
LG