د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

مومند: په افغانستان کې د نيابتي جګړې په اړه د مشرف څرګندونې بې بنسټه دي


د پاکستاني پوځ متقاعد لوى درستيز او ددې هېواد پخواني ولسمشر پرويزمشرف يو ځل بيا خبردارى ورکړى، چې له افغانستانه د امريکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي په دې هېواد کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ نيابتي جګړه پيل شي.

نوموړى همداراز وايي، چې هندوستان په پاکستان کې په ترورېستي پېښو کې لاس لري او بايد ناټو د هند مخه ونيسي، چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارېږي.

پرويز مشرف دا څرګندونې د شنبې په ورځ له يوه بريتانوي ورځپاڼې "دي ټايمز" سره د مرکې پر مهال کړي.

مشرف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نوموړي څه موده مخکې له بي بي سي سره هم په يوې مرکې په افغانستان کې د پاکستان و هند ترمنځ د نيابتي جګړې خبره کړې وه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې پرويزمشرف ولې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هېواد کې د هند و پاکستان ترمنځ د نيابتي جګړې اندېښنې رااخيستى، د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان بېلابېل نظرونه لري.

د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه او پخوانى ډيپلومات رستم شاه مومند وايي، چې په افغانستان کې د نيابتي جګړې په اړه د مشرف وروستۍ څرګندونې بې بنسټه. نوموړي په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"دا ډېر يو احمقانه بيان دى، دا د يو داسې سړي بيان دى چې له حقيقت نه ځان نه خبروي. چې کله هغه ولسشمر، نو نه يې په هغه وخت کې ځان په دې مسئله پوه کړى دى او نه اوس هغه کې دا اهليت شته، چې ځان په دې مسئله پوه کړي. هندوستان پخپلو کشالو کې اخته دى، پاکستان ته خپلې ډېرې اندروني کشالې پېښې دي. پاکستان هم دا غواړي او تر ډېره حده پورې به هند هم دا غواړي چې هلته [افغانستان] کې ثبات راشي او استحکام راشي.

نه د افغانستان اوسنى دولت او نه هلته امريکا، چې اوسه پورې يې هلته موجديت شته او په راتلونکيو کلونو کې به هم وي، نه به هغه دا برداشت کوي، چې پاکستان و هندوستان د افغانستان په خاوره باندې د يو بل سره مقابله کوي او د افغانستان خاوره استعمالوي يو بل ته د نقصان رسولو لپاره. "

پرويز مشرف په داسې حال کې يو ځل بيا په افغانستان کې د هند و پاکستان ترمنځ د نيابتي جګړې د پيلېدا خبردارى ورکړى، چې په دې هېواد کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېد چې تر دې وروسته به افغانستان کې مېشت ناټو سرتېري يواځې د افغان ځواکونو د ملاتړ رول ولري.

د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک بيا وايي، که څه هم په دې وروستيو کې د پاکستان و افغانستان اړيکي ښې شوي، خو د مشرف له څرګندونو داسې برېښي، چې ځينې خلک د وضعيت له حساسيته خبر نه دي او په زاړه فکر دي:

"په داسې وخت کې چې دواړو طرفته موږ ګورو چې يو روغ نيتي موجوده ده، چې د هغې په نتيجه کې ځينې اهمې فيصلې هم وشوې. نو په دې دوران کې په پاکستان کې ځينې داسې حلقې دي، چې هغه د زوړ سوچ و فکر والا دي. په دې وجه باندې دا زوړ ذهنيت دى، چې په څه نا څه شکل کې خپل اختيار کوي.

ولې حقيقت دا دى، چې تر ډېره حده پورې حالات بدل شوي دي، نوى سوچ او نوى تفاهم راغلى دى."

مشرف له ورځپآنې سره په مرکې کېتور لګولى، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او له دې لارې د بلوچستان له بېلتونپالو سره مرسته کوي

خو رستم شاه مومند بيا دا تورونه نه مني او وايي:

"پاکستان کې هم دا بعضې چټي خبرې کېږي، چې د افغانستان له خاورې نه د پاکستان خلاف داسې کېږي او داسې کېږي. زما په خپل نظر باندې حقيقت سره ددې هېڅ تعلق نشته او دا کېدى نشي، چې د هند ادارې يا د پاکستان ادارې په رڼا ورځ باندې داسې کارونه شروع کړي، چې هغه د هند خلاف وي يا د پاکستان خلاف وي او خاوره د افغانستان استعمالېږي، نو د افغانستان ادارې چېرته دي؟ هغوى به دې ته ګوري نه چې زموږ خاوره استعمالېږي او دوى دواړه هېوادونه، چې دوى ورته حاجت لري، هغوى لګيا دي د يو بل پر خلاف کارروايي کوي."

د يادونې وړ ده، چې افغان ولسشمر محمد اشرف غني څۀ موده مخکې د مشرف څرګندونو ته په اشاره ويلي وو، چې افغانستان به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې دا هېواد د خپلو ګټو لپاره د نيابتي جګړو ډګر ته ټېل وهي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG