د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ایساف په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت په حمایوي ماموریت بدل کړل


افغان چارواکو د ایساف ځواکونو د جنګي ماموریت په پاي ته رسیدو سره د هغوی په کلک حمایوي ماموریت ټینګار وکړ.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ د ایساف ځواکونو د جنګي ماموریت د پاي ته رسیدو په مراسمو کې وویل چې دغه پوځیان له دې وروسته ډېره مهمه دنده په غاړه لري چې هغه د افغان پوځیانو روزنه او له هغوی سره همکاري ده.

ایساف پوځیانو په داسې حال کې خپل جنګي ماموریت په افغانستان کې په حمایوي ماموریت بدل کړ چې لا هم په دغه هیواد کې نا امنۍ دوام لري.

د ایساف ځواکونو جنګي ماموریت د ډسمبر په اته ویشتمه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دغو پوځیانو په عمومي قومنداني کې په قاطع حمایوي ماموریت بدل شو.

د دغه ماموریت له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروست په افغانستان کې پاتې کیدونکي بهرني عسکر د افغان پوځیانو په روزنې؛ مشورې او همکارۍ بوخت وي.

د افغانستان د جمهور رییس د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر د ایساف ځواکونو د ماموریت د بدلیدو په مراسمو کې له دغو پوځیانو وغوښتل چې د افغان پوځیانو روزنې او ملاتړ ته ډ‌ېره توجه وکړي.

ښاغلي اتمر د ایساف ځواکونو سټراټیژیکه توجه وغوښته؛ څو افغان پوځیان وکولای شي له خپل هیواد نه بشپړه دفاع وکړي:

"موږ له هر بل وخت نه ستاسو همکارۍ او حمایت ته ډېر ضرورت لرو. که څه هم چې افغان پوځیانو د ترهګرو پر وړاندې په هره جګړه کې خپله وړتیا ښودلې؛ خو ستاسو حمایت ته ضرورت لرو چې وکولای شو ټوله جګړه وګټو. په مشخصه توګه ستاسو مرستې ته اړتیا لرو چې له لارې یې وکولای شو د خپلو ځواکونو اوږدمهال ثبات او وړتیاوې یقیني کړو.

مونږ ستاسو د سټراټيژیکي توجه غوښتنه کوو . قاطع حمایوي ماموریت زموږ په اړیکو کې نوې مثبته پاڼه خلاصوي."

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانان د بهرنیو پوځیانو قربانۍ هیڅکله نه شي هیرولی.

ایساف ځواکونو لومړی وار په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت له کابل نه پیل او وروسته نورو ولایتونو ته وغځاو چې پکې د بهرنیو پوځیانو شپږ لویې او څه باندې زر وړې قومندانۍ په ټول افغانستان کې فعالې وې.

د ایساف ځواکونو د ماموریت د بدلیدو مراسمو ته ګڼشمیرافغان او بهرني چارواکي راغلي وو.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل په دې مراسمو کې وویل که څه هم افغان پوځیان په دیارلسو کلونو کې د بهرنیو پوځیانو په مرسته ډېرې لاسته راوړنې لري خو ځينې ننګونې لا هم پر ځای پاتې دي.

جنرال کمپبیل وویل قاطع حمایوي ماموریت به مرسته وکړي چې افغان پوځیان له شته ننګونو خلاص او وکولای شي د جګړې ګټونکي و اوسي:

"لکه څنګه چې موږ د ایساف جنګي ماموریت پای ته رسوو او قاطع حمایوي ماموریت پیلوو افغان پوځیان داسې یوه ځای ته رسیدلي چې ټولو ته د قدر وړ دي. ډېرې زیاتې ننګونې لا هم شته دي خو حمایوي ماموریت د دې لپاره پيلیږي چې همدا ستونزې هوارې کړي.

موږ به د افغان پوځیانو په روزنه،مشوره او د هغوی په همکارۍ بوخت و اوسو تر څو هغوی داسې یوه سټراټیژیک موقعیت ته ورسیږي چې وکولای شي جګړه وګټي."

ښاغلي کمپبل وویل ایساف ځواکونه په داسې وخت کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پاي ته رسوي چې دیارلس کاله مخکې په دغه هیواد کې هیڅ ډول پرمختګ ته لار نه وه هواره.

ده وویل چې بهرنیو ځواکونو د افغان پوځیانو تر څنګ د شویو پرمختګونو لپاره لار هواره کړه.

تمه ده د حمایوي ماموریت لپاره څه شاوخوا لس زره امریکايي سرتیري او څه باندې دوه زره نور د ناټو غړیو هیوادونو پوځیان په افغانستان کې پاتې شي چې دنده به یې د افغان ځواکونو روزنه،همکاري او هغوی ته سلا مشوره ورکول وي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG