د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

په ننګرهار کې د زیتونو تولیدات زیات شوي دي


د ننګرهار د کانال د زیتونو فابریکې امر عزت الله مېاخېل وايي؛ کله چې د ننګرهار کانال پروژه پلې شوه؛ نو په دې ولایت کې ورسره د زیتونو فارمونه هم جوړ شول چې په کې د زیتونو یومیلیون ونې کرل شوي او بیا د همدې ونو څخه د زیتونو د تولیداتو په موخه دوه کاله وړاندې یاده فابریکه د بياځل لپاره فعاله شوه.

دی وايي په دې فابریکه کې درې ډوله ماشینونه فعاله دي،چې له دې ډلې هندي،پاکستاني او ایټالياوي دي.

مېاخېل زیاتوي، دغې فابریکې ته د زیتونو له باغونو نه زیتون راځي او دوی ترېنه تولید کوي.د نوموړي پر وینا، کله چې زیتون خام وي یا شنه وي نو په دې وخت کې ترې اچار جوړیږي، کله چې زیتون پاخه حالات ته ورسیږي بیا ترې تېل او غوړي تولیدیږي:

"زیتون چې په شنه حال کې وي موږ ترینه اچار جوړوو، کله چې زیتون پاخه شي بیا ترینه د زیتونو غوړي پروسیس کوو."

د فابریکې امر عزت الله میاخېل وايي د تېر کال په پرتله روان کال يې په تولیداتو کې لوړوالۍ راغلی.

دی وايي، په تیرو نهو میاشتو کې دوی ۳۰۰۰۰ بوتله اچار او تر ۱۵۰۰۰ زیات بوتله تيل توليد کړي.

نوموړی وايي، که څه هم دغه رقم تولید د تیرو کلونو په پرتله لوړ دی ولې په خبره يې دوی اوس هم د بازار اړتیا نه شي پوره کولای؛ دی وايي، که دولت یادې فابریکې ته پاملرنه وکړي او د ماشینونو د بیا رغوولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي؛ نو تولیدات به يې تر دې هم لوړ شي:

"له دولت نه مو غوښتنه دا ده چې دې فابریکې ته پوره پوره پاملرنه وکړي اوس چې کوم ماشینونه دلته دي ډېر زاړه دي زموږ کار نیم په لاس دی، که چېرته د فارمونو د زیتونو تولید زیات شي؛ نو په دې شته ماشینونو موږ ورته ځواب نه شو ویلی؛ تر هغې چې موږ او ماډرن ماشینونه ونه لرو، تر هغې چې د فارمونو تولیدات لا زیاتیږي موږ باید ورته ماډرن ماشینونه ولرو."

د زیتونو تیلو خرڅوونکي او اخیستونکي د ننګرهار زیتونو تیلو د شهرت په اړه وايي دغه تیل د نورو تیلو په پرتله ګټور تمام شوي او نه یوازې د هيواد دننه بلکې نړیوال شهرت هم لري:

"۱- زما نوم دوست محمد دی. زه په جلال اباد ښار کې دا د زیتونو تیل خرڅوم زیات وخت د دې اخیستو ته موږ ته د هیواد نورو ولایتونو نه خلک راځي او ډير زیات اخیستونکی لري.

۲- زما نوم توریالی دی زه خپله دوامداره د زیتونو تیل استعمالوم،خو ما پاکستاني او عربي د زیتونو تیل استعمال کړي دي هغه دومره تاثیر نه لري څومره،چې زموږ خپل زیتون اغیز کوي بل د ننګرهار زیتون خو د نړۍ په کچه خپل مقام لري،څو وارې زموږ زیتون په بهرنیو هیوادونو کې نندارې ته کیښودل شول،چې نتجه يي ورکړه."

یو وخت داسې هم و چې په دغه فابریکه کې زرګونه کسان پر کار بوخت وو، ډېر تولیدات یې لرل، خو نن سبا په کې یوازې ۶۰ تنه په کار کولو اخته دي چې شپږ تنه يې ښځينه او پاتې نور يې نارینه دي.

د کرنې برخې پوهان وايي، د ننګرهار آب و هوا د زیتونو توليد لپاره ډيره ښه مناسبه ده او که چیرې ولايتي او مرکزي چارواکي دغې برخې ته پام وکړي له یوې خوا به په زرګونو خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي او بل لور ته به د هیواد اقتصاد ورسره پرمختګ وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG