د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران او پاکستان کې به د افغان کډوالو د وژل کېدو او نیولو مساله په جدي توګه تعقیب کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ایران او پاکستان کې به د افغان کډوالو د وژل کیدو او نیول کیدو په اړه چوپه خوله پاته نه شي او دا موضوع به وڅيړي.
د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ایران کې د درېیو افغانانو د وژل کېدو او په پاکستان کې د لسګونو افغانانو د نیول کېدو په اړه څیړنې پیل شوي دي.
نوموړي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په ایران او پاکستان کې خپلو سفارتونو ته دنده سپارلې ترڅو موضوع په هر اړخیز ډول تعقیب کړي:
"په دواړو هېوادونو کې سیاسي او قونسلي چارواکو ته دنده سپارل شوې او لکه څنګه چې لازمه ده؛ په هغه ډول به دا مساله تعقیب شي."
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې ورستیو کې له ایران څخه د درېیو افغانانو جسدونه چې د ایران په اصفهان کې وژل شوي وو؛ هرات ولایت ته انتقال شوي دي.
همدارنګه داسې راپورونه هم شته چې نژدې څلویښت تنه افغان کډوال په خیبر پښتونخوا کې نیول شوي دي.
خو د ملي شورا یو شمیر غړي او سیاسي کړۍ د افغانستان د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونه تورنوي چې تردې دمه نه دي توانیدلي چې په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.
هڅه مو وکړه چې د دې موضوع په اړه د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې وکړو؛ خو د دې وزارت مطبوعاتي مسوول له ژمنې سره سره خبرې کولو ته حاضر نه شو.
په عین حال کې د مشرانو جرګي یو شمیر غړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې له ادارې پلاوي وغوښتل؛ ترڅو د دې مسالې په اړه د یادو وزارتونو استازي د وضاحت لپاره جرګې ته وغواړي.
د دې جرګې غړي رفیع الله حیدري په دې اړه وویل:
"په پاکستان کې زموږ بې ګناه مهاجر نیول شوي دي؛ سره له دې چې دغه کډوال قانوني کارتونه لري؛ هیله من یو چې د مهاجرینو کمیسیون ته تاسې دنده وسپارئ ترڅو د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونو مسوولین وغواړي او ترې پوښتنې وشي."
په ایران او پاکستان کې دا لومړی وار نه دی چې افغان کډوال په بیلابیلو نومونو وژل کيږي او یا هم ځورول کیږي؛ بلکې له دې مخکي هم ورته پیښې شوي دي.
خو یوشمیر افغان څیړونکي وايي چې افغان حکومت باید هېواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنولو او په دغو هېوادونو کې د دوی د ستونزې د حل لپاره بنسټیز کارونه وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ