د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

امان: افغان ځواکونه د هیواد د امنیتي مسوولیتونو د اخیستلو پوره وړتیا لري


د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان
د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جنګي ماموریت په رسمي توګه پای ته رسیږي؛ د افغانستان د دفاع وزارات وايي چې افغان ځواکونه د هیواد د امنیتي مسوولیتونو د اخیستلو پوره وړتیا لري.

د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون رییس جنرال افضل امان د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې افغان ځواکونو په تېر یو کال کې په پوځي عملیاتو کې خپله وړتیا ثابته کړې او په خپلواک ډول د هیواد د امنیتي چارو د سمبالولو لپاره چمتو دی:

"زموږ قوتونه او ځواکونه، جزوتامونه او قرارګاه ګانې دا تجربه لري او دا مهارت لري چې په مستقلانه ډول د دښمن په وړاندې د سولې او ثبات په خاطر خپل عملیات اجرا کړي."

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جنګي ماموریت نن د یکشنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې پای ته ورسید او ټاکل شوې ده چې د راروان میلادې کال په لومړیو کې د غوڅ ملاتړ په نوم د ناټو ځواکونو غیر جنګي ماوریت پیل شي.

ویل کېږي چې د ناټو په نوي ماموریت کې د افغان ځواکونو روزنه؛ مشوره ورکوونه او مالي ملاتړ شامل دي.

په عین حال کې د افغانستان مشرانو جرګه وايي؛ ناټو ځواکونه باید د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون غړي علي اکبر جمشیدي د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل؛ که چېرې نړیواله ټولنه خپلو دغو وعدو ته ژمنه اووسي؛ نو افغان ځواکونه به د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په عملیاتو کې بر لاسي وي:

"د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې نړیوالې ټولنې د هغه امنیتي سند له مخې چې له افغانستان سره یې لاسلیک کړی دی؛ باید په راتلونکو کلونو کې هم له افغان ځواکونو سره په مادي او اموزشي برخه کې خپلو مرسته ته دوام ورکړي؛ که نړیوال ټولنه دا کار وکړي، نو افغان ځواکونه په په یواځیتوب سره هم د تروریسانو او طالبانو په وړاندې وجنګېږي."

د اففغانستان امنیتي ارګانونه په داسې حال کې په یواځیتوب سره د امنیتي مسوولیتونو د اخیستلو د وړتیا خبره کوي چې د افغانستان له یو شمېر سرحدي ولایتونو نه د نا امنۍ خبرونه خپرېږي.

کارپوهان وايي، که افغان ځواکونه په ټوله کې او په ځانګړي ډول د هوايي ځواک په برخه کې د نړیوالې ټولنې له خوا تجهیز نه شي؛ نو ستونزمنه به وي چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په عملیاتو کې بری خپل کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG