د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د ږوب او ډېره بګټي په نښتو کې يو سرتېرى او ۱۰ وسله وال وژل شوي


د بلوچستان په ږوب سيمه کې امنيتي ځواکونو د وسله والو په خلاف په عملياتو کې دوه تنه وسله وال وژل شوي او دوه ژوندي نيول شوي دي. له دوى څخه ٢٠٠ کيلوګرامه چاوېدونکي مواد او ځانوژونکي واسکټونه هم نيول شوي.

د شنبې په ورځ غرمه مهال د پاکستان دولتي ټلويزون خبر ورکړ چې د بلوچستان په شمالي سيمه ږوب کې امنيتي ادارو د مشکوکو وسله والو په خلاف عمليات کړي او له هغوى څخه يې زياته اندازه چاودېدونکي مواد تر لاسه کړي دي.

د ږوب سيمې يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي؛ ازادي راډيو ته وويل چې ملېشه ځواکونو له ږوب ښاره په شاوخوا ٦٥ کيلوميټرۍ کې د کوټې پر لوى سړک په "ګوال اسماعيلزي" کلي کې په وسله والو پسې د پلټنې عمليات پيل کړل چې وايي؛ وسله والو ورباندې ځوابي ډزې پيل کړې او يوه تن چې په ځان پسې يې چاودېدونکي مواد تړلي وو؛ ځان و چاوده او يو بل تن د امنيتي سرتېرو په ډزو و وژل شو.

په عملياتو کې له څرخي الوتکو هم مرسته اخيستل شوې ده. د تر لاسه شويو مالوماتو له مخې امنيتي سرتېرو په عملياتو کې د وسله والو له استوګنځايه زياته اندازه هم تر لاسه کړې چې ٢٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي مواد؛ ٥٠٠ بمونه، ٥٠ ځانوژونکي واسکټونه او ديارلس راکټونه په کې شامل دي او دوه تنه يې ژوندي نيولي چې وايي؛ د پوښتنو ګروېږنو لپاره يې يوه نامالوم ځان ته انتقال کړي دي.

د بلوچستان د داخله چارو دفتر په دې اړه سمدستي څه نه دي ويلي، چې آيا دغه وسله وال پاکستاني طالبان وو، که افغان طالبان، خو دغه سيمه د افغانستان پولې ته نيژدې ده او پخوا هم پکې د افغان طالبانو د موجودګۍ خبرونه ورکړل شوي دي.

د بلوچستان د داخله چارو وزير سرفراز بګټي دوې ورځې وړاندې ازادي راډيو ته وويل، چې د ايالت په اکثرو سيمو کې چې د وسله والو د پټو پناه ځايونو په اړه خبر تر لاسه کړي، په ضد يې د پلټنې عمليات کوي:

"زموږ امنيتي ځواکونه او ملېشه ځواکونه چې هر ځاى د ترهګرو په اړه مالومات تر لاسه کړو هلته له ستراتيژۍ سره سم د پلټنې عمليات کوو، له نېکه مرغه په تېرو لسو ورځو کې مو ډېر ترهګر وژلي او ډېر مو نيولي دي. د پېښور تر پېښې وروسته هم او مخکې زموږ د حکومت څرګنده تګلاره ده، چې څوک هم، چېرې هم ترهګري کوي، لکه ترهګر داسې به يې ځپو"

د يادونې وړ ده، چې په ٢٠٠٨م کال کې هم په همدې ګوال اسماعيلزي کلي کې پاکستاني امنيتي ځواکونو په څو افغان طالبانو پسې د پلټنې عمليات کړي وو او په هغوى کې يې د طالبانو يو قومندان منصور دادالله په ټپي حالت کې نيولى وو، چې سږ کال په پاکستان کې له بنده خوشي کړاى شو.

بل لور ته د شنبې په ورځ د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په ناارامه سيمه ډېره بګټي کې د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکي موټر په «سري ناله» نومي غرنۍ سيمه کې ګزمه کوله، چې وسله والو ورباندې ناببره ډزې پيل کړې، ملېشه ځواکونو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د وسله والو په حمله کې يو ملېشه سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي. خبرپاڼه وايي د ملېشه سرتېرو په ځوابي ډزو کې اته تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

ملېشه ځواکونه وايي وژل شويو کسانو د وسله والو بلوڅو له سازمان سره تړاو درلود او په سيمه کې يې د امنيتي سرتېرو پر قافلو، د ګازو پر پايپونو او د اورګاډي پر پټليو په حملو کې لاس درلود.

پر ملېشه ځواکونو د بريد مسووليت د بلوچ ريپبلکن آرمي په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه سازمان منلى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG