د افغانستان د ولسي جرګې له خوا د ملي وحدت حکومت ته ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته ورسید؛ خو حکومت تراوسه د کابینې یو غړی هم ولسي جرګې ته د اعتماد رايې د اخستلو لپاره نه دی معرفي کړی.
ولسي جرګې د شنبې په ورځ له ډيرو بحثونو وروسته پریکړه وکړه چې ارګ ماڼۍ ته به یو پلاوی لیږي؛ څو د کابینې د ځنډ په اړه له ولسمشر سره وګوري.
د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په عمومي جلسې کې وویل چې په دې پلاوي کې د ولسي جرګې د ۱۸ کمیسیونونو مشران شامل دي.
"ادارې هيات او د ۱۸ کمیسونونو مشران به یو ځای له ولسمشر سره ګوري؛ وروسته به د ولسمشر پیغام ولسي جرګي ته راوړي او موږ تاسې به د هغه پیغام پر بنسټ پریکړه وکړو."
تیره شنبه ولسي جرګې د ملي وحدت حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی و چې کابینه باید معرفې کړي.
د ملي وحدت حکومت ځینو چارواکو وویل چې تیره اونۍ به د کابینې یوه برخه اعلان کړي؛ خو داسې ونه شول او د کابینې په اړه تراوسه کوم رسمي پرمختګ نه دی شوی.
په عین حال کې د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي چې د ملي وحدت حکومت د چارواکو ترمنځ د اختلافاتو له وجې نوې کابینه ځنډیدلې ده.
د ولسي جرګې غړي شیر ولي وردګ وایي؛ دغه اختلافات دومره جدي دي چې تر دوو میاشتو به هم کابینه جوړه نه شي:
"زما د معلوماتو پربنسټ زه مطمئن نه یم چې دا کابینه په دوو میاشتو کې معرفي شي؛ کوم رقابت چې روان دی، د افغانستان خلک دي مطمئن اوسي چې دا کابینه دوه میاشتې نور هم نه اعلانیږي."
د نوې کابینې لپاره د ولسي جرګې فشارونه په داسې وحت کې زیات شوي چې د جمهوري ریاست مقاماتو د پنجشنبې په ورځ وویل؛ جمهور رییس اشرف غني او اجراییوي رییس عبدالله عبدالله تر اوسه هم د کابینې پر سر اختلافات لري.
په عین حال کې زیات شمیر افغانان او د مدنې ټولنې فعالان وایي چې د نوې کابینې ځنډ د افغانستان په اقتصاد او امنیت ناوړه اغیز کړی دی.
راپور: ناجیه ساپۍ