د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

"په افغانستان کې د داعش د نښونښانو لیدل کیدل تش تبلیغات دي"


د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي

که څه هم په افغانستان کې تراوسه د داعش فعالیتونه نه دي لیدل شوي؛ خو افغان امنیتي چارواکي وايي؛ که هره وسله واله ډله، د هېواد د اساسي قانون، د خلکو د عقیدو او ملي ارزښتونو خلاف عمل وکړي؛ مخه به یې ونیسي.

د افغانستان د ملي امنیت دعمومي ریاست چارواکي وايي؛ په افغانستان کې د داعش د نښونښانو لیدل کیدل تش تبلیغات دي او هیڅ حقیقت نه لري.

د دې ریاست ویاند حسیب صدیقي ازادي رادیو ته وویل؛ که چیرې د دې ډلې فعالیتونه ولیدل شي؛ نو افغان ځواکونه به یې د نورو وسله والو ډلو په څیر وځپي:

"د افغانستان استخباراتو، پولیسو او اردو خپله ټوله اوځانګړې توجه دې ته رااړولې ده. که د دې ډلې هرډول موثق حرکت ولیدل شي. د نورو ډلو په څیر چې افغانستان ته ګواښ شوی؛ له دې سره به هم مقابله وکړو."

امنیتي چارواکي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د روسيې جمهور رییس ولادیمیر پوټین په کریملین کې د ډله ییز امنیت د تړون په سرمشریزه کې ویلي چې د افغانستان یوشمیر ولایتونه د داعش له ګواښ سره مخ دي.

پوټین داهم ویلي چې په افغانستان کې ځینې ترهګرې ډلې هڅې کوي چې د هغه هیواد له لارې، منځنۍ اسیا ته هم ورسیږي.

سرچینې وايي چې داعش یا د عراق اوشام اسلامي دولت په وروستیو کلونو کې د القاعدې څخه جلا شوې یوه ډله ده چې د سوریې د حکومت پرضد راپورته شوې او اوسمهال یې فعالیتونه د سوریې له شمال څخه د عراق ترځینو ولایتونو پورې رسیدلې دي.

ځینو اسلامي او غربي هیوادونو داعش یوه تندلاره؛ بې رحمه او خطرناکه وسله واله ډله ګنلې ده.

په همدې حال کې افغان څیړونکي محمد داود مایار وايي؛ په افغانستان کې د داعش د فکر د پلوۍ هیڅ کومه ډله نشته او په دې اړه اندیښنې بې ځایه دي.

"یو خو تیوري او نظري مسایل دي او انسان ازاد دی؛ خو په افغانستان کې د دې ډلې فزیکي موجودیت نه تاییدوم. دا یوه شایعه ده."

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې څومیاشتې مخکې د غزني په ولایت کې یوې کوچنۍ ډلې د داعش په پلوۍ یولړڅرګندونې کړي وې.

همدارنګه هغه مهال د کابل پوهنتون پر دیوالونو هم د داعش په پلوۍ شعارونه لیکل شوي وو.

هڅه مه وکړه، چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر ولرو؛ خو دوی خبرې کولو ته حاضر نه شول.

له دې وړاندې د دې وزارت چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش د ډلې پلویان نشته.

په افغانستان کې د اعش د موجودیت خبره په داسې حال کې ردیږي چې دا مهال د هیواد په یوشمیر سیمو کې پاکستاني؛ چیچنایي، ازبک او یوشمیر نور بهرني مخالفین د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG