د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

بانکي مون: پاکستان دې د اعدام پر سزا بېرته بنديز ولګوي


د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون
د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون

د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون د پاکستان له صدراعظم نواز شريفه غوښتي، چې په پاکستان کې دې د اعدام پر سزا بېرته بنديز ولګوي.

د پاکستان حکومت د روانې مياشت په ١٦مه نېټۀ په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته په دې هېواد کې د اعدام پر سزا لګېدلى بنديز لرې کړ، چې په نتيجه کې يې په تېرو څو ورځو کې ځينې ترورېستان، چې څو کاله مخکې د اعدام پر سزا محکوم شوي وو، اعدام شول.

د ملګرو ملتونو د مشر د وياند په وينا، بانکي مون له نواز شريف سره د خبرو پر مهال له نوموړي وغوښتل، چې د اعدام سزا په اړه دې خپله پرېکړه ژر تر ژر بېرته واخلي.

د بانکي موند ويان فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، چې نوموړي د پنجشنبې په ورځ له نواز شريف سره د ټليفوني خبرو پر مهال د پېښور په بريد کې د ماشومانو په وژنه ژوره خواشيني وښودله او ويې ويل:

" که څه هم موږ د پېښور د ترينګلي وضعيت له حساسيته خبر يو، خو پاکستان دې د اعدامونو لړۍ بنده کړي او بېرته دې پرې بنديز ولګوي."

فرانس پريس اژانس ليکي، چې د پاکستان صدراعظم بانکي مون ته ډاډ ورکړى، چې په دې لړ کې به ټولې قانوني لارې چارې په پام کې ونيول شي.

د پاکستان حکومت د روانې مياشت په ١٦مه نېټۀ د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر يوه ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو تر خونړي بريد وروسته، چې د ١٣٤ ماشومانو په ګډون پکې نزدې ١٥٠ تنه ووژل شول، هغه شپږ کسان اعدام کړل، چې د مرګ په سزا محکوم شوي وو.

په دغو کسانو کې د پاکستاني پوځ پر عمومي قومندانۍ او همداراز ددې هېواد پر پخواني ولسشمر پرويز مشرف بريد کوونکي ډاکټر عثمان او ارشد محمود شامل وو، چې د پاکستان پوځي عدالت څو کاله مخکې د مرګ پر سزا محکوم کړي وو.

تر دې مخکې په پاکستان کې د اعدام پر سزا بنديز و.

د پاکستان حکومت همداراز اعلان کړى، چې په راتلونکي ورځو کې به پر هغو ٥٠٠ تنو بنديانو هم د اعدام امر تطبيق شي، چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ په تور نيول شوي او بنديان دي.

د ملګرو ملتونو مشر په داسې حال کې له پاکستانه پر اعدام د بنديز لګولو غوښتنه کړې، چې تر دې مخکې اروپايي ټولنې هم له دې هېواده غوښتي وو، چې د اعدامونو لړۍ دې ودروي.

د اروپايي ټولنې له خوا په يوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ويل شوي وو، که څه هم موږ په دغه خواشينوونکي وخت کې له پاکستان سره يو، خو موږ په هېڅ صورت د اعدام د سزا ملاتړ نه کوو.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت لا تر دې دمه د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د غوښتنو په اړه غبرګون نه دى ښودلى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG