د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

ولسي جرګه د کابینې د اعلان په اړه پر حکومت د فشارونو پر لارو چارو بحث کوي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو ویلي وو چې د ملي وحدت حکومت باندې به فشارونه زیات کړي؛ ترڅو هرڅومره ژر چې ممکن وي؛ نوې کابینه ملي شورا ته معرفی کړي.

ټاکل شوې چې ولسي جرګه به نن د ملي وحدت حکومت د کابینې د ځنډ له امله پر حکومت باندې د فشارونو اچولو په څرنګوالي بحث وکړي.

له دې مخکې ولسي جرګې د ملي وحدت حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی و چې کابینه باید معرفې کړي؛ خو دا مهلت یا ضرب الاجل هم نن (شنبې) پوره شو او د کابینې څرګ نه دی لګیدلی دی.

د ملي شورا د بهرنیو اړیکو رییس عبدالقادر وطندوست ځاځي د جمعې په ورځ آزادي راډیو سره خبرو کې وویل؛ د شنبې د ورځې په جلسه کې به د ملي وحدت په حکومت باندې د فشارونو پر لارو چارو او څرنګوالی بحث وشي:

"حکومت ته مو د اوونۍ تر پایه وخت ورکړی و چې کابینه باید معرفې کړي. د شنبې په ورځ یې وخت پوره کیږي او موږ به په جلسه کې بحث وکړو چې څه باید وکړو. فکر نه کوم چې دوی به وکړای شي تر سبا پورې کابینه معرفي کړي."

له بلې خوا، د ولسي جرګې یو شمیر غړیو خبري رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ که د ملي وحدت حکومت له دې زیات د کابینې په ټاکلو کې ځنډ راولي؛ ولسي جرګه به د افغانستان جمهور رییس په رسمي ډول غونډې ته استیضاح کړي.

خو د ملي شورا د بهرنیو اړیکو رییس ښاغلي وطندوست ځاځي آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ ملي شورا د جمهور رییس د استیضاح صلاحیت نه لري؛ ولسي جرګه د افغانستان د اساسي قانون د ۶۹ مادې پر اساس هغه وخت جمهور رییس استیضاح کولای شي چې په ملي خیانت متهم شي. ده زیاته کړه، جمهور رییس اشرف غني ملي خیانت نه دی کړی چې ولسي جرګې ته احضار شي.

د نوې کابینې لپاره د ولسي جرګې فشارونه په داسې وحت کې زیات شوي چې د جمهوري ریاست مقاماتو د پنجشنبې په ورځ وویل؛ جمهور رییس اشرف غني او اجراییوي رییس عبدالله عبدالله تر اوسه هم د کابینې پر سر اختلافات لري.

په عین حال کې زیات شمیر افغانان او د مدنې ټولنې فعالان وایي چې د نوې کابینې ځنډ د افغانستان په اقتصاد او امنیت ناوړه اغیز کړی دی.

XS
SM
MD
LG