د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

جاوید لودین وايي،د سولې په بهيرکې جدي فرصتونه ويني


افغان ولسمشراشرف غني د خپل نوي حکومت پر ډپلوماسۍ جدي کارپيل کړی او له سيمه يېزو قدرتونو سره يې هم په افغانستان کې د سولې په مقصد د روابطو د سمولو هلې ځلې پيل کړي دي.

د کارپوهانو په وينا، د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره باید ولسمشرغني خپل پلان له خلکو سره شریک کړی. د دوی په وینا، د سولې د مذاکراتو د برياليتوب لپاره هيلې شته.

خو دی اوس هم له طالبانو سره د مذاکراتو په بهيرکې له ستونزو سره مخامخ دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی مرستيال وزيرجاوېد لودين ازادي راډيوته وويل چې د سولې په بهيرکې جدي فرصتونه ويني. ده وويل:

"موږ پيلامه له صفره نه کوو. په تېرو څو کلونو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ډېرکارکړی دی. موږله کلونو راهيسي پايلې ته تيار يو او هغه پایله دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیم مذاکرات پيل شي."

ښاغلی لودين وايي، د لوړې له مراسمو وروسته، افغان ولسمشر له چین او سعودي څخه غوښتنه کړې ده چې پرپاکستان خپل نفوذ وکاروي.

اسلام اباد ته په خپل لومړي رسمي سفرکې ولسمشراشرف غني د پاکستان د قوي پوځ مرکزي دفترته ورغی او د پاکستان د پوځ د لوی درستيز جنرال راحيل شريف سره يې وکتل.

له کلونو راهيسي کابل له اسلام اباده غوښتنه کوي چې له طالبانو سره، چې له پاکستانه د افغانستان پرخاوره حملې کوي، په مذاکراتوکې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په پېښورکې د ډسمبر د ۱۶مې حملې وروسته، چې په کې ۱۵۰ زده کوونکي ووژل شول، پاکستان او افغانستان ژمنه وکړه چې له يو بل سره به د تروريزم پرضد په مبارزه کې مرسته کوي. خو تراوسه دا څرګنده نه ده چې ایا پاکستان به پرافغان طالبانو خپل اغېز وکاروي او که نه.

د افغانستان د سولې په عالي شورا کې د مذاکراتو مسئول موسی خان هوتک وايي چې د طالبانو سره مذاکراتو لږڅه لاره موندلې ده. دی وايي:

"تمه ده د طالبانو او پاکستان استازي او د سولې د عالي شورا غړي به په مذاکراتو کې برخه واخلي."

خو د سولې د عالي شورا سلاکار، اسمعيل قاسميار ازادۍ راډيو ته وویل چې په قطرکې د هيڅ ډول مذاکراتو پلان نشته. دی وايي:

"د سولې د مذاکراتو په اړه ټولې اوازې غلطې دي. داسې ډول هيڅ مذاکرات نشته."

په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې او ملګروملتونو پخوانی سلاکار، مايکل سيمپل په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل چې که څه هم ولسمشرغني د طالبانو سره د مذاکراتو له ستونزې سره مخامخ دی، لومړی دی باید د مذاکراتو په اړه خپل پلان له خلکو سره شريک کړي.

XS
SM
MD
LG