د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

په خوست کې افغاني قراردادیان خپلې پیسې غواړي


په خوست کې د امریکايي ځواکونوله پوځي اډو سره یوشمېر پخواني قراردادیان او د بېلابېلو ودانیزو شرکتونو مسوولین وايي، چې د دوی د ترسره شویو پروژو پیسې نه دي ورکړل شوي.

دوی وايي، چې د امریکا د پوځ د قرارداد ورکوونې د اصولو سره سم يې ځیني ودانیزې پروژې او یا د ساختماني مواود اکمالول په قرداد نیولي او چارې یې هم ترسره کړي، خو پیسې يې دوی ته نه دي سپارل شوي.

د سمیع الله د سړک جوړونې د کمپنۍ مشر وايي، چې دوی په ۲۰۱۱ کال د سپټمبرپه میاشت کې د سلرنو د پوځي اډې د قراردادونو له شعبې سره ټي ول یا محافظتي سمیټي تختې، د ګراول یا لویې شګې اکمال پروژه قراردا کړې وه، خو د سلرنو د پوځي اډې د تړل کیدو وروسته دوی له یاد ټیم سره اړیکې پرې شوي او پیسې هم ورسره پاتې شوي دي:

″ما د سلرنو د قراردادنو د دفترسره درې قراردادونه لرل، چې قیمت يې ۲۴ میلیون افغانی دی، ما خپل کار د سلرنو په پوځي اډه، ګردیز او زرمت کې ترسره کړی، خو پیسې يې لا تر اوسه پاتې دي، ستونزه داده، چې موږ د بیلابیلو شرکتونو نه مواد راوړي، همدرانګه یو شمېر خلکو راسره مزدوري کړي، خو دا چې د قراردادونو پیسې نه دي راکړل شوي نو دې خلکو سره په عذاب کې یو، هیله مو داده، چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو مسوولین د شویو قراردادونو پیسې اجراء کړي.″

د کریسټال ساختماني کمپني یا CCC استازی علي اکبر سمیع وايي، چې دوی هم د سلرنو د پوځي اډې سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت درې قراردادونه کړي، خو د پر له پسې ایملونو با وجود هم د دې پیسو په ترلاسه کولو نه یو بریالي شوي.

علي اکبر سمیع زیاتوي، په قراردادونو کې یوه اندازه پیسې د شرکتونو مسوولینو ته ګټه پاتې کیږي، ولې زیاته برخه يې د مزدورانو، ترانسپورټ او توکو پیسې وي، چې د همدې پیسو د ځنډ له کبله دوی سخت قرضداره شوي دي:

″موږ د سلرنو په داخل کې تقریباً یو کال د ۲۵ میلیونو افغانیو د دریو قراردادونو کار تکمیل کړ، موږ په دې ځای کې د ټي ول جوړولو او ځای پر ځای کول همدارنګه کرش شګې د راوړلو قرارداد نیولی وو، خو کله چې کار تکمیل شو، نو زموږ د قرادادونو مسوولین ولاړل او وروسته مو چې نورو ټیمونو ته هر څومره وویل، دوی زموږ خبرې ته غوږ ونه نیو.″

د یادونې وړ ده، پخوا په خوست کې امریکايي ځواکونو د سلرنو او چف مین په نوم دوې پوځي اډې درلودې، چې خواوشا یو کال وړاندې د سلرنو پوځي اډه امریکايي پوځیانو خالي او ځايي ملي اردو ته وسپارله.

پخوا د سلرنو په پوځي اډه کې د خوست ولایت ګڼو اوسیدونکو هم په ودانیزو او تنظیفاتي چارو کې برخه درلوده، چې اوس زیات شمېر يې کار او مزدوري نه لري.

راپور: نجیب الله الوخیل

XS
SM
MD
LG