د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

صبحرنګ: په ۷میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰۱۷قضيي ثبت شوي


د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د روان لمریز کال په اوو میاشتو کې یې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتی درې زره او اولس قضیې ثبت کړي دي.

د دې کمیسیون یوې کمشنرې ثریا صبحرنګ د جمعې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، د دې قضیو له جملې څخه، دوه سوه پنځه شپیته، له ښځو سره د زور زیاتي په هکله دي.

په عین وخت کې د ښځو د حقونو فعالانې د ملي یووالي له حکومته غواړي، کومې ژمنې چې د دې حکومت چارواکو په انتخاباتي کمپاینونو کې له ښځو سره کړي، پکار ده چې عملي يي کړي.

په افغانستان کې ناموسي قتلونه او پرښځو او نجونو جنسي تیري اوس هم د دې هېواد د خپرونو تاوده خبرونه دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د نورو زور زیاتیو ترڅنګ، ناموسي وژنې او پر ښځو او نجونو جنسي تیري هغه قضیي دي چې دا کمیسیون یي اندیښمن کړي دي.

د دې کمیسیون کمیشنرې ثریا صبحرنګ د جمعې په ورځ ازادۍ رادیوته وویل، د روان لمریزکال په لومړیو اوو میاشتو کې یې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتی درې زره او اولس قضیي ثبت کړي دي.

میرمن صبحرنګ په دې وروستیوکې په دې اړوند ثبت شوي قضیي داسې بیان کړې:

″هغه پیښې تر ډیره ځایه زموږ د اندیښنو وړګرځیدلي، هغه ناموسي قتلونه او جنسي تیري دي.

زموږپه کمیسیون کې د جنسي تیري شپږویشت او د وژلو لس قضیي ثبت شوي دي.″

دې دا هم وویل، تر ټولو تازه پیښه چې په دې کمیسیون کې ثبت شوي هغه د لوګر په ولایت کې د یو سړي پلاس، د ده د میرمنې وژنه ده.

په لوګرولایت کې د مدني ټولنې د یوه فعال د معلوماتوله مخې دا ښځه عاقله نومیده او د تیرې چهارشنبې په ناوخته وژل شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د روان لمریز کال په اوو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي شپږ سوه نهه شپیته قضيي چې منبع اقتصادي ستونزه ښودل شوې، دوه سوه پنځه شپیته د جنسي تیري، نهه سوه نهه د وهلو ټکولو، اته سوه اوه اویا لفظي او رواني او دوه سوه، اوه نوي د خشونت نورې قضیي دي چې کمیسیون ثبت کړي دي.

میرمن صبحرنګ پرحکومت تاکید وکړ چې د دې پیښو له عاملینو سره دې قانوني چلند وکړي.

په عین وخت کې د ښځو د حقونو فعالانې د ملي یووالي د حکومت له چارواکو غواړي چې له ښځو سره دې په خپلو ژمنو ودریږي.

فتاني ګیلاني په دې اړه ازادۍ رادیوته وویل:

″د ملي یووالي د حکومت چارواکو د کمپاینونو پر مهال ویلي و، چې په ستره محکمه کې به یوه ښځه مقرریږي، ښځو ته ځانګړې پوهنتون جوړوي، په دولتي اداروکې به په کار ګمارل کیږي، د غریبوپه حال کې به مثبت بدلون راځي او داسې نور. هیله ده چارواکي دا وعدې پوره کړي.″

په افغانستان کې له ښځو سره زور زیاتی هغه ستونزه ده چې له کابو دیارلسو کلونو راهیسي مخ په زیاتیدو ده او خلک، مدني ټولنې او د بشر د حقونونو ارګانونه یي اندیښمن کړي دي.

کارپوهان وايي، ترڅوچې د دې پیښوله عاملینو سره غوڅ قانوني چلند ونه شي، دا ستونزه به پرځای پاتې وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG