د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

بارک اوباما: افغانستان به نور د ترورستانو د ځای په توګه نه کارول کیږي


د امريکا ولسمشرباراک اوباما د عيسويانو د اختر، کرسمس، د ورځې په وينا کې، په هاوای ایالت کې د ځای پرځای امريکايي پوځيانو فداکارۍ او قربانيانې وستايلې چې په افغانستان کې يې ورکړي دي.

ده وويل چې امريکا ترپخوا ډېره په امن کې ده او تروريستان به ونه شي کولای چې افغانستان بیا د تروريستي حملو د پلانولود ځای په توګه وکاروي.

له هغه وروسته چې د امريکا ولسمشرباراک اوباما په هاوای ايالت کې، چې دی په کې زېږېدلی دی، د کورنۍ غړيو ته د کرسمس تحفې ورکړې او له هغوی څخه يې تحفې واخيستې.

د پنجشنبې په ورځ له خپلې لومړۍ مېرمنې ميشل اوباما سره په هاوای ايالت کې د ځای پرځای امريکايي ځواکونو ليدلو ته ورغی.اوباما پوځيانوته وويل:

″دا يو مهم کال دی. موږ له ديارلسو کلونو راهيسي په دوامداره جګړه اخته يو او راتلونکې اوونۍ به موږ په افغانستان کې خپل جنګي ماموريت پای ته رسوو.

د امريکايي پوځيانو، ښځو او سړو د فوق العاده پوځي خدماتو له کبله، افغانستان اوس فرصت لري چې د خپل هېواد بيارغونه وکړي.

موږ ترتېر وخت زيات خوندي يو. تروريستان به ونه کړای شي چې د حملو لپاره بيا د افغانستان خاوره وکاروي.″

په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموريت د ډسمبرپه ۳۱مه پای ته رسيږي. يوشمېرپوځيان په افغانستان کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پاته کيږي.

خو په دې اړه چې ايا افغانستان به وکولای شي چې د ناټو ځواکونو د وتلو وروسته امنيت وساتي، يوه لويه اندېښنه شته.

له دې وروسته چې د ناټوځواکونه له افغانستانه ووځي، د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د امريکا په مشرۍ ۱۲،۵۰۰ ناټو پوځيان په افغانستان کې پاته کيږي او دوی به د اردو او پوليسو ملاتړکوي چې په دې هېواد کې د مخ پرزياتېدو سخت دريځۍ مخه ونيسي.

ولسمشراوباما په هاوايي ايالت کې پوځيانوته په خپله وينا کې زیاته کړه چې که څه هم په افغانستان کې زموږ محاربوي ماموريت پای ته رسېدلی خو په ټوله نړۍ کې موږنورسخت ماموريتونه لرو.

ده وويل چې امريکا په ټوله نړۍ کې د کړکېچونوپه حل کې مهم رول لري.

ده وويل، موږاوس هم په افغانستان کې پوځيان لرو. موږ په افريقا کې د ايبولا له ناروغۍ سره په مبارزه کې بوخت يو او زموږ خلک په ټوله نړۍ کې اوسي. خو ده وويل چې اوس په نړۍ کې تر پخوا امنيت زيات شوی دی.

XS
SM
MD
LG