د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

ستانکزی: روسيي تل غوښتي چې په افغانستان کې نفوذ ولري


یو شمېرافغان څیړونکي وایي، دا ناممکنه ده چې روسیې به په تیرې څه باندې یوې لسیزې کې په افغانستان کې د سیاسي نفوذ لپاره کارنه وي کړی.

خو دغه کارپوهان همداراز زیاتوي چې، په افغانستان او سیمې کې د روسیې اوسنی نفوذ ډیرد پام وړنه دی.

دا څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې، روسیې او د ډله ییز امنیت د سازمان غړیو هېوادونو په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو له امله اندیښنه څرګنده کړې.

ځیني کارپوهان وایي، سره له دې چې د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د روسیې نفوذ ډیر محدود شوی، خو دوي زیاتوي چې دغه هېواد لاهم په سیمې او افغانستان کې د خپلوګټو د خوندي کولو لپار کار کوي.

د چاروکارپوه نصرالله ستانکزی وایي، سره له دې چې په تیرو دیارلسوکلونو کې په افغانستان کې د لویدیځ پراخ پوځي او اقتصادي حضورپه سیمې په ځانګړي توګه افغانستان کې د روسیې پر نفوذ اغیز کړی، خو په خبره یې چې دا هېواد هیڅ کله هم په افغانستان کې د خپلو ګټو نه نه دی په شاه شوی:

″د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته د روسانو نفوذ د دې وړ نه دی چې سړی یې محاسبه کړای شي.

خو له دې څخه هم سترګې نهشو پټولی چې روسیه به له افغانستان او سیمې سره لیوالتیا ونه لري او د دې لپاره به یې کار نه وي کړی.″

ځيني کارپوهان د امریکا پر وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستی دریځ هم له نوموړی څخه د روسیې په ملاتړ پورې مربوط ګڼي.

خو کارپوهان ټينګار کوي چې، افغانستان باید د سیمې له پیاوړو هېوادونو لکه روسیې سره اړیکه ولري خو په دې برخه کې د احتیاط سپارښتنه کوي.

له دې ټولو محدودیتونو سره سره په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړاداره ایسا وایي، په تیرې څه باندې یوې لسیزې کې روسیې په افغانستان کې لسګونه میلیونه ډالره پنګونه کړې ده.

د دغې ادارې مرستیال محمد ابراهیم شمس په دې اړه ازادۍ راډیوته وویل:

″په دغو تیرو دیارلسو کلونو کې د روسیې خصوصي سوداګرو او پانګه والو په افغانستان کې تر یو څلویښت شرکتونه ثبت کړي دي.

اکثره دغه شرکتونه د خدماتو، مشاوریت او انرژۍ د انتقال په برخه کې دي.

په دې ارتباط دوی له دیرشو نه تر پنځه دیرش میلیونه ډالرو پورې کار کړی دی.″

د روسیې او افغانستان اړیکې د غازي امان الله خان له دورې پیلیږي.

دغه هېواد له دې وړاندې د شوروي اتحاد په چوکاټ کې له افغانستان سره په بېلابېلو بنسټيزو برخو کې مرستې کړي دي چې د لویولارو، د بریښنا د بندونو، فابریکو، په کابل کې د مکروریانونو او څلورسوه بستریز روغتون جوړول یادولی شو.

روسیې همدارنګه زرګونه افغان فني کدرونه په بېلابېلو برخو کې روزلي.

خو دغه هېواد اوس هم لیواله دی، هغه پخوانۍ پروژې چې د افغانستان د کورنیوجګړو پرمهال له منځه تللي، له سره ورغوي.

دا چې افغانستان او روسیه له جغرافیایې پلوه هم له یو بل سره نږدې دي نو دغه هېواد چمتو دی چې له افغانستانه د ناټوځواکونو تر وتلو وروسته له افغان حکومت سره د امنیت په راوستو کې مرسته وکړي.

دغه مساله د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د ګډ امنیت سازمان د غړیو هېوادونو په وروستۍ غونډه کې وکړه او په افغانستان کې د امنیت خرابوالی یې د سیمې په زیان وباله:

″له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو په وتو چې تقریبا دا بهیر بشپړ شوی هم دی او دا کار د ټولې سیمې لپاره امنیتي ستونزې زیاتوي، د ډله ییز امنیت غړي هېوادونه باید له افغانستان سره د نږدې اړیکو په درلودو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې هڅه کوي څو د افغانستان ځيني ولایتونه په اسلامي خلافت کې داخل کړي.

تروریستي او سخت دریځې ډلې هم غواړي څو په منځنۍ آسیا کې خپل فعالیتونه وغځوي.″

ښاغلي پوتین څه موده وړاندې همدارنګه ویلي وه چې، افغانان کولای شي په خپل هېواد کې د امنیت د راوستلو لپاره پرروسیې حساب وکړي.

روسیه نه یوازې دا چې په افغانستان کې د ناامنیو له اړخه اندیښنه لري، بلکې له افغانستانه د مخدره موادو قاچاق هم ورته یو ستر ګواښ دی.

که څه هم افغان کارپوهان په تیرې څه باندې یوې لسیزې کې له افغانستان سره د روسیې د اړیکو د نه پراختیا اساسي لامل په دغه هېواد کې د ناټو د پراخ حضورله امله بولي خو، په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو یا ایساف مرستیال کرسټین جکوبسن ازادۍ راډیوته وویل چې، دوي په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د هر هېواد د همکارۍ هرکلی کوي:

″روسیه یو ستر هېواد دی او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره علاقمندي لري.

موږ له ټولو هغو کسانو هرکلۍ کوو چې د افغانستان په جوړیدو او امنیت کې همکاري وکړي.″

روسیه د نړۍ یو پیاوړی ځواک دی چې، د منځنۍ اسیا پرهېوادونو ځانګړی نفوذ لري.

کارپوهان وایي، دا چې افغانستان تل د ستروځواکونو د سیالیو او جګړو قرباني شوی، نو دې ته په کتو اوس باید افغان حکومت هڅه وکړي څو د نړېوالو او سیمه ییزو ځواکونو ترمنځ اړیکو کې انډول وساتي او له دغو اړیکو په خپله ګټه لازمه استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG