د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د افغان میرمنود کرکټ ملي ټیم منحل شوی دی


د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي ټیم منحل شوی او ښځینه لوبغاړي کرکټ بورډ او چارواکي تورنوي چې ښځینه لوبغاړوته يې لازمه پاملرنه کوي.

خو د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس وايي، د ځینو جدي امنیتي ګواښونو او کلتوري خنډونو له امله په اوس وخت کې د ښځو د کرکټ ټیم ته د فعالیت زمینه نه ده برابره شوې.

د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي ټیم چې په ۲۰۱۰ کال کې جوړشو پرته له دې چې په سیمه ییزه او یا نړېواله سطحه وځلیږي، سږکال له منځه لاړ.

فعالانو او د ښځو د کرکټ د ټیم بنسټ ایښودونکې دیانا بارکزۍ رویټرزخبري اژانس ته ویلي حکومت او کرکټ بورډ د ښځو د ملي ټیم جوړولو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې او کلتوري ستونزو هم د ښځینه لوبغاړو مخه نیولې ده.

خو د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئېس نیسم الله دانش دا ردوي چې ګواکې کرکټ بورډ د ښځینه ټیم د جوړیدو لپاره کارنه دی کړی.

ښاغلي دانش له ازادۍ راډیوسره په خبروکې وویل، دی یوله هغو کسانو و چې د ښځو د ملي ټیم د جوړیدو په برخه کې يې زیاته هڅه کړې خو نوموړی وايي، یولړ امنیتي او کلتوري ستونزې د دې سبب شوي چې د اوس لپاره د ښځو ملي ټیم جوړ نه شي.

خو د کرکټ بورډ عمومي رئیس وايي، د ښځینه لوبغاړو د ملي ټیم د جوړولو او غوره لوبغاړو د موندلو لپاره د ولایتونوپه سطحه د تمریني کمپونو له لارې د دوي هڅې اوس هم دوام لري.

ښاغلی دانش وايي، د افغانستان لپاره د کرکټ د نړېوالې شورا یو شرط هم دا دی چې دا هېواد باید د ښځینه لوبغاړو ملي ټیم هم ولري.

د افغانستان د ښځو د کرکټ ټیم بنسټ ایښودونکې دیانا بارکزۍ وايي، کرکټ بورډ نجونو ته دا فرصت ورنه کړ چې د ورزش په برخه کې وځلیږي.

هغه وايي، دې شاوخوا درې نیم زره نجونې د ملي ټیم لپاره راټولې کړې خو کرکټ بورډ ورته توجه ونه کړه.

خو د کرکټ بورډ مشر وايي، ترراتلونکو څوکلونوبه د ښځو ملي ټیم هم جوړ شي او هڅه کېږي چې په غوره لوبغاړو سره په کورنیو او نړېوالو سیالیو کې وځلیږي.

که څه هم چې د افغانستان د ښځینه لوبغاړو د ملي تیم د منحل کېدو خبره کېږي خو د رویترز اژانس په وینا له افغان ښځینه لوبغاړو سره د مرستو په لړکې په کابل کې د امریکا سفارت په تیره جون میاشت د ۴ نیم لکه ډالرو مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG