د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۵

"د پیښور زخمونه هله رغېداى شي، چې ترهګري په بشپړه توګه وځپل شي"


ممنون حسين وايي، ترهګرۍ ته په ماتې ورکولو به پاکستان به په سيمه کې سوله ييزهېواد شي
ممنون حسين وايي، ترهګرۍ ته په ماتې ورکولو به پاکستان به په سيمه کې سوله ييزهېواد شي

د پاکستان ولسمشرممنون حسين پرون د بلوچستان په زيارت سيمه کې ويلي، چې له ګوادره ترکاشغره څلورزره کېلوميټره لاره به جوړېږي او په ګوادر کې به نړېوال هوايي ډګر جوړېږي، ده د پاکستان پر خلکو ږغ کړى، چې د ترهګرۍ په ځپلو کې د خپلو امنيتي ادارو ملاتړوکړي.

ولسمشرممنون حسين، د بلوچستان ګورنر او ايالتي وزيرانو پرون د ديسمبر پرپينځويشتمه د پاکستان د موسس محمدعلي جناح د زوکړې د ١٣٨مې کاليزې په مناسبت د بلوچستان په زيارت سيمه کې په غونډه کې ګډون وکړ.

غونډه په هغه بيارغول شوې ودانۍ کې وشوه، چې محمدعلي جناح په کې د ژوند وروستۍ شپې ورځې تېرې کړې وې.

پردې ودانۍ د تېرکال په جون کې وسله والو بلوڅو حمله کړې وه او په بشپړه توګه يې سوځولې وه. ولسمشرممنون حسين هغې پېښې ته په اشارې سره وويل، چې ودانۍ او يادګارونه بيرته رغېداى شي، خو پرزړونو جوړ زخمونه ژر نه جوړېږي، وايي د پېښور د شپاړسم ديسمبرپېښې هم د پاکستان د خلکو پر زړونو ژور زخمونه جوړکړي دي، خو وايي دا زخمونه هله رغېداى شي، چې ترهګري په بشپړه توګه وځپل شي:

"موږ په يوه نوي هوډ او حوصله د پاکستان د دوښمنانو خلاف قاطع جګړه پيل کړې ده، د وخت غوښتنه ده چې خلک مو خپل نور مخالفتونه شاته وغورځوي او په دې جګړه کې له خپلې رهبرۍ او امنيتي ادارو سره اوږه په اوږه ودرېږي، چې په يوه وار کاري وار سره دوښمنان ختم کړي او ترهګرو ته په ماتې ورکولو سره پاکستان د سيمه سوله ييز هېواد جوړ کړي."

ولسمشرحسين وويل، د پاکستان د نېکمرغۍ يواځينۍ لاره د محمدعلي جناح لاره تعقيبول دي، وايي که د پاکستان خلک له رنګ، نسل او عقيدې پرته د وروڼو غوندې سره ونه اوسېږي او د يوه بل حقوقو ته خصوصاً اقليتونو ته احترام ونه لري، نو دا هېواد هيڅکله د سوکالۍ او پرمختګ پرلورسفرنه شي کولاى.

ولسمشرممنون حسين وويل، په سيمه کې د جګړوله امله د پاکستان خصوصاً د بلوچستان خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي، خو وايي اوس د دغو قربانيو د جبران وخت را رسېدلى او حکومت د دې ايالت د خلکو د ژوند د ښه کولو او پرمختګ لپاره فوق العاده اقتصادي پلانونه پيل کړي دي، چې له امله به يې ټولې سيمې ته ګټه وي:

"ترټولو مهمه پروژه د اقتصادي لارې جوړېدل دي، څلور زره کېلوميټره سړک به له کاشغره تر ګوادره او بيا تر کراچۍ پورې جوړېږي او بيا د اورګاډي پټلۍ هم ورسره جوړېږي، د دې له بشپړتيا سره به نه يواځې د پاکستان، بلکې د ټولې سيمې په اقتصاد کې به انقلابي بدلون راشي، بلوچستان د دې پروژې مهم مرکز دى، چې له امله به يې نه يواځې ګوادر بندر فعالېږي، بلکې د ګوادر نړيوال هوايي ډګر به هم جوړېږي."

په بلوچستان کې بلوڅو ملتپالو او خپلواکې غوښتونکېو بلوڅو تل د دې ايالت پر معدني وسايلو او خصوصاً پر ګوادر بندر د پاکستان او چېن ترمنځ له اقتصادي تړونونو سره مخالفت کړى او دا يې د بلوڅو پرحق تېرى بللى دى، ځکه چې وايي تر بلوڅانو يې د پاکستان د پنجاب خلکو ته زياته ګټه رسېږي.

ولسمشرممنون حسين هغو مرورو بلوڅو ته په اشارې سره وويل:

"د دغو اقتصادي پروژو په اړه زه د بلوچستان د خلکو له احساساتو خبر يم او تاسې ته باور درکوم، چې د بلوچستان د پرمختيايي پلانونو له بشپړتيا سره به تر ټولو لومړى د بلوچستان خلک ګټه تر لاسه کړاى شي او هيڅ داسې پرېکړه به نه کېږي، چې له امله يې د دې ځاى خلکو ته لږ تاوان هم و رسېږي."

د يادونې وړده، چې ولسمشرممنون حسين پرون په کوټه کې د عيسويانو يوې کليسا ته هم ورغى او د کرسمس په مناسبت يې هغوى ته ډاډ ورکړ، چې حکومت به يې د هېواد اساسي قانون ته په وفادارې سره د اقليتونو حقوق خوندي کوي او هيچاته به اجازه ورنه کړي، چې د اقليتونو حقوق تر پښو لاندې کړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG