اردن ژمنه کړې چې د هغه پیلوټ د خوشې کېدو لپاره ترخپله وسه هڅه وکړي چې د اسلامي دولت ډلې له خوا نیول شوی دی.
دغه پیلوټ د ډسمبر په ۲۴ نیټه وروسته له هغه ونیول شو چې جنګي الوتکه یې په سوریي کې راولویده.
د اسلامي دولت ډله ادعا کوي چې الوتکه دوی ویشتلې، خود امریکا پوځ دا ادعا ردوي.
په اردن کې د الرأی په نوم یوې حکومتي ورځپاڼي پرون لیکلي ووچې حکومت ترخپله وسه هڅه کوي معاذ الکساسبه د اسلامي دولټ ډلې له منګولو خوشې کړي.Mu'ath al-Kaseasbeh
۲۶ کلن معاذ الکساسبه د ډسمبرپه ۲۴ د اسلامي دولت ډلې په وړاندې هوایي بمبارۍ کولې چې اف-۱۶ جټ الوتکه یې په سوریې کې رقې ښارته نژدې راولویدله.
رقه هغه ښاردی چې د اسلامي دولت ډلې خپله پلازمینه نومولې ده.
تراوسه د دې الوتکې د لویدو دلیل معلوم نه دی.
د امریکا پوځ چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د عملیاتو مشري کوي، د اسلامي دولت ډلې هغه ادعاوې ردوي چې وایي، دا الوتکه دوی ویشتلې ده.
د امریکا د مرکزي قومندې مشرجنرال لوید اوسټین په یوه اعلامیه کې ویلي شواهد په ښکاره ښیې چې دغه الوتکه د اسلامي دولت ډلې نه ده راغورځولې.
دی وایي، د پیلوټ د ژوند د ژغورلو هڅو ملاتړبه وکړي او دا به ونه مني چې اسلامي دولت ډله د دې الوتکې له سقوطه د خپلو اهدافو لپاره ناسمه استفاده وکړي.
معاذ الکساسبه په اصل کې د یوې اردنۍ سني مسلمانې کورنۍ غړی دی او د نړېوال ایتلاف لومړنی پیلوټ بلل کېږي چې د اسلامي دولت ډلي لاس ته ورغلی دی.
د دې پیلوټ پلارصفي یوسف د خپل زوی د خوشې کېدو غوښتنه کوي او د اسلامي دولت ډلې ته یې ویلي چې له زوی سره یې ناسم چلند ونه کړي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ د اردن په پلازمینه عمان کې خبریالانوته وویل:
″اوس زما زوی د اسلامي دولت ډلې په لاس کې دی او زه نه غواړم هغه یو اسیر وبولم.
زه به یې یو میلمه وګڼم. هغه په سوریې کې زموږ د وروڼو سره یو میلمه دی.
زه له هغوی څخه د خدای په نوم او د حضرت محمد په شأن او کرامت غوښتنه کوم چې هغه د یوه میلمه په توګه وګڼي او ښه چلند ورسره وکړي.″
تراوسه پورې د اسلامي دولټ ډلې له خوا د دغه پیلوټ د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
د امریکا متحده ایالات او یوشمېرعربي متحدین یې د سپتمبرله ۲۳ نیټې په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې هوایي بریدونه کوي، دغه رازامریکا او نورو نړېوالو جنګي الوتکو تردې وړاندې په عراق کې هم د تندلارو اسلامپالو په وړاندې هوایې عملیات پیل کړي دي.
سعودي عربستان، اردن، بحرین او متحده عربي امارات د سوریې په هوایې بریدونو کې برخه لري خو قطر یې لوژستیکې ملاتړ کوي.