د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

ایسا: د کابینې په جوړښت کې ځنډ د پانګونې چارې ټکنی کړي


د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره یا ایسا وايي چې د کابینې په جوړیدوکې ځنډ د پانګونې په وضعیت ناوړه اغیزکړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو خونه هم موجوده ستونزو ته په پام له حکومته غواړي، چې د سکتوري وزارتونو کاندید وزیران باید ډیرژرولسي جرګې ته معرفي شي.

د کابینې ځنډ په کابل او یوشمېرولایتونوکې د عامو خلکو په ژوند هم اغیز کړی.

د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره یا ایسا وايي چې د افغان حکومت له خوا د کابینې په اعلان کې ځنډ په دغه هیواد کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو د پانګونې چارې ټکنی کړي دي.

د ایسا ادارې ویاند روح الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې له انتخاباتو وروسته د پانګونې لپاره یو څه هیله پیدا شوه، خو د کابینې په جوړیدو کې ځنډ پانګه وال پانګونې ته زړه نازړه کړي دي.

د ښاغلي احمدزي په وینا پانګوالو ژمنه کړې چې د کابینې تراعلان وروسته به د تېروکلونو په پرتله په راروان کال کې ډېره پانګونه وکړي:

″د کابینې تراعلان ورسته به انشالله چې بېلابېل افغان او بهرني سوداګرپانګونه وکړي او دوی خپل چمتوالی ښودلی دی، دوی د کابینې اعلان ته منتظردي چې سیاسي بهیریوڅه ښه شي دوی بیا راځي او په بېلابېلو سکتورونوکې پانګونه کوي.″

افغان ولسمشرمحمداشرف غني د خپل کار په لومړی ورځ دا ژمنه کړې وه چې نوې کابینه به ترراتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې اعلانوي خو اوس چې نېږدې درې میاشتې د ولسمشرله دغې وعدې نه تېرېږي لاهم د نوې کابینې برخلیک نه دی معلوم.

راپورنه وايي چې د نوې کابینې لپاره د اشخاصو د ټاکلو پرسریوشمېرداخلي اختلافونه او بهرني فشارونه موجود دي.

په عین حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو خونه هم د نوې کابینې په ځنډ د اعلان ستونزې ته په پام سره وايي چې د دوی تمه له افغان حکومته دا وه چې کابینه ډېر ژر اعلان شي.

د دې ادارې ویاند هاشم رسولي ازادۍ راډیو ته وویل چې حکومت باید کم ترکمه د سکتوري وزارتونو کاندید وزیران د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي:

″په داسې شرایطوکې چې هرڅه مبهمه دي او روښانه نه دي، هغه شان چې زموږتمه ده پانګونې نه کېږي، البته واړه تجارتونه شته خو دا زموږ هیلې نه پوره کوي.

موږباید ډېرې لویې پانګونې جلب کړو، نو پکارده چې د سکتوري وزارتونو وزیران معلوم شي او دوی خپل پروګرامونه پلي کړي.″

د ښاغلي رسولي په وینا دوی به ډېرژرد موجوده حالت له امله د سوداګرو د ستونزو په اړه یو راپور هم خپور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پایتخت کابل یو شمېر اوسیدونکې هم د خپل ورځني کاروبارله امله شکایت لري او وايي چې د کابینې ځنډ د دوی په ورځنیو چارو ژور اغیز کړی دی:

″لومړۍ: کاروبار نشته، د کابینې لپاره هرڅه په ټپه ولاړدي.

دوهم: عمده فروشي لرم، پخوا د انتخاباتو لپاره او اوس د کابینې لپاره بازارونه خرابه دي، څوک موږ نه مال نه وړي.″

کارپوهان په دې باوردي چې که د کابینې اعلان نورهم وځنډیږي نو بې له شکه چې د خلکو اقتصادي ستونزې به ډېرې او د هېواد په اقتصادي وضعیت به هم ناوړه اغیز وکړي.

دوی وايي، داهم امکان لري چې د افغان سوداګرو او پانګوالو اندېښنې جدي شي او په هېواد کې دننه پانګونې ته زړه ښه نه کړي او خپله پانګه له هېواده بهر نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG