د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

مککین، له افغان لوړ پوړو چارواکو سره د اړیکو پر پراختیا وغږید


د افغانستان ولسمشر او اجرایي رییس نن د امریکا متحده ایالتونو د سنا جرګې له یوه مهم غړي جان مککین سره ولیدل.

ارګ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشرمحمداشرف غني او ښاغلي مککین د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او له تروریزم سره په ګډې مبارزې خبرې وکړې.

اخوا د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله ښاغلی مککین یو نږدې همکار وباله او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې د افغانستان له خلکو په تېره پوځ سره همکاري وکړي.

افغان ولسمشرمحمداشرف غني د امریکا د سناجرګې له جمهوري غوښتونکي سناتورجان مککین سره په دوه اړخیزو همکاریو او له تروریزم سره په ګډې مبارزې خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفترپه یوه اعلامیه کې لیکلي چې افغان ولسمشرله ښاغلي مککین سره په دې لیدنه کې له افغانستان سره د امریکا د اوږدمهاله مرستو مننه وکړه او د دغه هېواد د پوځ د قربانیو یادونه یې وکړه.

اعلامیه زیاتوي چې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې د مسایلو په اړه او همدا رازله افغانستان او بشري حقونو څخه د امریکا په ملاتړهم بحث وکړ.

ښاغلي مککین په دې لیدنه کې له افغانستانه د امریکا د مرستو له دوامه ډاډ ورکړ.

سناتورمککین مخکې له دې چې له افغان ولسمشر سره وګوري له اجرایي رییس عبدالله عبدالله سره هم وکتل.
ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې جان مککین د افغانستان یو همکار وباله او هیله یې وښوده چې راتلونکې کې به هم خپله همکاري نه سپموي.

اجرایي رییس عبدالله عبدالله وویل، کله چې راتلونکې میاشت ښاغلی مککین د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې مشر شي هرومرو به له افغان پوځ سره همکاري کوي:

″ ښاغلی مککین راتلونکې میاشت د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې مشري په غاړه اخلي، دی به په خپل یاد رول سره هم وکولای شي له افغان پوځیانو نه د ملاتړ او په مجموع کې د امریکا متحده ایالتونو د ټولو همکاریو په برخه کې اغیزمن تمام شي.″

ښاغلي عبدالله له جان مککین نه مننه وکړه چې روان کال یې دوه ځله افغانستان ته سفر وکړ او هیله یې وښوده چې امریکا به له افغانستان سره په پوځي او اقتصادي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي مککین هم خوښي ښکاره کړه چې د واک له سوله اییز انتقال وروسته له افغان مشرانو سره ګوري.

ده وویل، ډېرڅه تغیر شوي خولاهم ځیني ننګونې شته چې باید هوارې شي:

″زه ډېر خوښ یم چې بیا کابل ته راغلم او ترڅنګ یې له دې هم خوشحاله یم چې له خپل یوه پخواني ملګري سره خبرې کوم.

دا خبرې د امریکا د حمایت او مرستو په سر دي. ترڅو له افغانستان سره د امریکا د پوځي،اقتصادي او هرې بلې برخې په همکارۍ سره دا هېواد یو روښانه راتلونکی ولري. خو لا هم په مخکې ډېرې جدې ننګونې شته دي.″

اته اویا کلن جان مککین چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند له خوا په دوه زره او اتم کال کې د امریکا ولسمشرۍ ته کاندید و په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور ملاتړی دی.

د اجرایي ریاست د معلوماتو له مخې ښاغلي مککین له عبدالله عبدالله سره په خبرو کې ویلي چې نه غواړي افغانستان په دویم عراق بدل شي.

ده ویلي چې له افغان پوځ نه باید د امریکا ملاتړ دوام وکړي او د تېرو کلونو قربانۍ بې ځایه ولاړې نه شي.

کارپوهان وايي بهرنیان هر کله په داسې حال کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکوي چې لا هم په دغه هیواد کې امنیتي ستونزې موجودې دي او حکومت یې نه دی توانیدلی د امنیت د راوستلو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG