د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

ملاتره خیل: اوسنۍ جګړه ترډیره د مسلمانانو پرضد ده


د ولسي جرګې غړي ملاتره خیل محمدي په افغانستان کې روانه جګړه ناروا عمل وباله.

ښاغلي محمدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له یوې دیني مدرسې څخه د لسګونه زده کوونکو د فراغت پرمهال وویل، چې اوسنۍ جګړه ترډیره د مسلمانانو پرضد ده او دا هیڅ جواز نه لري.

په دې مراسمو کې په دې ټینګار وشو، چې افغان حکومت باید د خپلو دیني مدارسو وړتیا لوړه کړي، څو افغان طالب العلمان د پاکستان له مدرسو را وګرځي.

که څه هم د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې روان جنګ جهاد بللی، خو د ولسي جرګې غړی ملاتره خیل محمدي وايي، د اسلامي روایتو له مخې د افغان سرتیرو وژل ناروا عمل دی.

ښاغلي تره خیل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له یوې دیني مدرسې نه د لسګونه زده کوونکو د فراغت په غونډه کې وویل، چې اوسنۍ جګړه ترډیره د مسلمانانو پرضد ده او هیڅ جوازنه لري.

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان، چې په افغانستان کې جګړه روا بولي، باید پوه شي، چې دا کار یې بد عواقب لري:

″ته څنګه د مسلمان او افغان په زوی باندې د جهاد فتوا ورکوې، که چیرې بیا د جهاد فتوا ورکوي، نو بیا د جهاد طرف معلوم دی، نو ته څنګه د افغان او مسلمان پرضد د جهاد فتوا ورکوې دا په کوم روایت.″

ښاغلی محمدي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له دې وړاندې پخواني جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او د افغانستان د علمانو سراسري شورا هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ګنلې وه.

د ولسي جرګې غړی تره خیل محمدي وایي، که څوک د افغانستان جګړه جهاد بولي، نو د جهاد لوری معلوم دی او د هغه هدف باید مسلمانان نه وي.

د پنجشنبې په ورځ د الحاج سناتورجنت ګل تره خیل له دیني مدرسې نه ۲۰۰ تنه طالب العلمانو چې ۱۳ په کې نجونې وې د فارغت سندونو ترلاسه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال اکثره افغانان خپل ماشومان د دیني زده کړو لپاره د پاکستاني دیني مدرسو ته لیږي.

خو د افغانستان امنیتي ادارو له دې وړاندې ویلي، چې په پاکستاني مدرسو کې زده کوونکي جګړو او افراطیت ته هڅول کیږي او له پاکو احساساتو یې ناوړه ګټه اخستل کیږي.

د مدرسې د فراغت به غونډه کې د ولسي جرګې بل غړي عبیدالله بارکزي له افغان حکومت نه وغوښتل چې په افغانستان کې د دې دینې زده کړوته خاص پام وکړي.

ښاغلي بارکزي وویل چې دا مهال د سیمې د هېوادونو په کچه د افغانستان د دینې مدرسو د فارغت سندونو ته کم اهمیت ورکول کیږي:

″حتمي دې زموږ اسلامي دولت دېته پام وکړي د دیني مدرسو د فارغینو سندونو ته دې دومره اهمیت ورکړي لکه د پوهنتون سند ته چې دوی د ټول افغانستان په ادارو کې کار وکړای شي.″

افغان حکومت دا مهال په ټولو ولایتونو کې دیني مدرسې او لیله دارالعلومونه جوړکړي چې زرګونه ښځینه او نارینه طالب العلمان په کې په زده کړو بوخت دي.

افغان دیني علما غوښتنه کوي، چې د افغانستان د دیني مدرسو کیفیت او د هغوی تعلمیي نصاب ته دې ځانګړی پام وشي، ترڅو هغه افغان ځوانان چې د دیني زده کړو لپاره ګانډیو هېوادونو ته ځي په افغانستان کې زده کړې وکړي.

د دوی په خبره افغان ځوانان د ځینو بهرنیو هېوادونو په دیني مدرسو کې د نړېوالو او د سمیې هېوادونو د استخباراتي کړیو قربان ګرځي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG