د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

"په ۳ اړخیزه غونډه کې له تروریزم سره د مبارزې په وړاندې په همغږۍ ټینګار وشو"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او اییتلافي پوځیانو په درې اړخیزه غونډه کې له تروریزم سره د مبارزې په وړاندې په لازمې هماهنګۍ ټینګار وشو.

د دغه وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغان امنیتي چارواکو د سې شنبې په ورځ د پاکستان له لوی درستیزسره د پولي په دواړو خواوو کې په حاکم وضعیت خبرې وکړې.

په عین حال کې یو شمېرافغان کارپوهان له حکومته غواړي چې له پاکستان سره تر هرې همکارۍ مخکې باید د تروریزم په وړاندې د هغه هېواد د رښتیني مبارزې نه ډاډ ترلاسه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او اییتلافي ځواکونو په درې اړخیزه غونډه کې د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د پولو له دواړو خواوو نه د تروریستانو د تګ راتګ د مخنیوي په سرخبرې وشوې.

د دغه وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې درې اړخیزه غونډه کې په سرحدي سیمو کې د افغانستان، پاکستان او اییتلافي ځواکونو په ګډو عملیاتو موافقه نه ده شوې.

د افغان پوځ لوی درستیز شیرمحمدکریمي د سې شنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته ولاړ.

د رپوټونو له مخې د افغانستان لوی درستیزد ایساف ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان کمپبل سره یوځای د پاکستان په راولپنډۍ ښارکې په یوه پوځي اډه کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز راحیل شریف سره وکتل.

ویل کیږي چې دا خبرې د افغانستان او پاکستان په دوه اړخیزو مسایلو او سیمه ییزو موضوع ګانو متمرکزې وې.

یوه اوونۍ مخکې د پاکستان د پوځ لوی درستیزپه داسې حال کې کابل ته راغی چې په پيښور ښارکې په یوه ښوونځي باندې تروریستانو ډله ییزه حمله کړې وه او شاوخوا یو سل او پنځوس تنه چې اکثر یې ماشومان و، ووژل.

په عین حال کې یوشمېرافغان کارپوهان د تروریزم د له منځه وړلو لپاره په ګډې مبارزې ټینګارکوي او وايي چې افغان حکومت باید له هرډول اقدام مخکې له لازم دقته کار واخلي.

له دې مخکې د افغان پوځ لوی درستیزشیرمحمدکریمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان او پاکستاني چارواکو د پولو په دواړو لورو کې د مخالفینو د پټنځایونو د له منځه وړلو په سر په ګډو هڅو موافقه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په وار وار تورن شوی چې د تروریزم په وړاندې صادقانه همکاري نه کوي.

افغان کارپوهان وايي، که څه هم په پاکستان کې وروستیو ناامنیو د دغه هېواد حکومت اړ ایسته څو د تروریستانو په وړاندې مبارزه جدي کړي خو د دوی په وینا په دې کارکې د پاکستاني لوری د رښتیني صداقت د اثبات لپاره وخت ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG