د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۲

د جګړې د ختمولو له پاره د خوستيو او وزیرستانيو قومونو ګډې هڅې


د خوست ولایت او شمالي وزیرستان یوشمېرقومي مشران او سپین ږیري وايي، چې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه د بهرنیانو د توطیو او دسیسو ښکار دي او په دې سیمه کې شته جګړې او ناامنۍ پر پښتنو تپل شوې دي.

دوی وايي، د پولي په دواړه غاړو کې پراته پښتانه قومونه او قبایل که چېرې د بهرنیانو توطیو او دسیسو نه ځانونه وژغوري او خپل راتلونکې ته متوجه شي، نو په دې ځای کې روانې جګړې ختمیږي.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکی ډاکټرحیات محسود مشال راډیوته وايي، چې د دې سیمې په ناامنیو کې نړېوال قوتونه لاس لري.

د ده په خبره که د افغانستان او پاکستان حکومتونه د پولي د دواړو غاړو د ولسونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو ته زمینه برابره کړې او دوی په ازاد ډول په خپلو کې تګ او راتګ ته پریږدي، نو د دواړو ولسونو د ګډو جرګو او قومي پریکړو له لارې سیمې ته امن راتلای شي:

″د دې سیمې په ناامنۍ کې دا بین الملي قوتونه هم کردار لري، زموږ نظر دا دی چې دا ځايي قوتونه او ملکونه لکه افغانستان او پاکستان یو بل ته په درنه سترګه وګوري، که چېرې دا دواړه حکومتونه وغواړي او دې ولسونو ته موقع ورکړي، د ولس تګ او راتګ په ازاد ډول وشي، او د دواړو ولسونو نه د مشرانو او عالمانو ګډې جرګې جوړې شي، نو که دوی پر یو بل اعتماد وکړ، دا امن راتلای شي.″

یو بل تن وزیرستانی قومي مشرملک ممیت خان وايي، چې پښتون قوم یو وجود دی او که د دوی ترمنځ کله ناکله اختلافونه هم پیدا شوي، نو دا چې د پښتون ملت قومیت، ژبه او سلسله یوه ده، نو خپلو اختلافونو ته يې حل لارې موندلې دي:

″حقیقت به داوي، چې د دې جرګې په برکت زموږ د شمالي وزیرستان او د افغانستان د خلکو نوي تعلقات هم جوړ شي، زموږ د پښتنو چې څومره وجود د پولي په دواړو غاړو کې دی، له چتراله تر بلوچستانه پورې دا ټول یو وجود دی، د دې خلکو په منځ کې اختلاف نه شي راتلای، په ډېر وخت کې اختلافونه هم راشي، خو بیا هم د دې خلکو رابطه یوه ده، قومیت یو دی، سلسله یې یوه ده او څوک يې نه شي بیلولای.″

ملک جانان وزیروايي، که پښتانه په خپلو کې اخلاص وکړي او په سیمه کې له شته ترهګرۍ څخه ځانونه وژغوري، نو دې سیمې ته بیرته امن راتللی شي:

″سوله یوازې په خبرو نه راځي ، سوله د ټولو په شراکت او اخلاص راځي، سوله په دې راځي چې د پولي د پورې غاړې پښتانه په خپله د پولې د دې لوري پښتنو سره یو اتفاق او اتحاد جوړ کړي، دا دښمنۍ او دهشتګردۍ ورکې کړي، نو هغه مهال امن رادرومي.″

د خوست یو تن دیني عالم مولوي امین الله امین وايي، چې د پښتنو ژبه، دین، کلچر او نورې منطقوي ګټې او زیانونه سره شریک دي، دوی باید ځانه د خارجیانو له توطیو او دسیسو ته راوباسي:

″موږ د ډیورند کرښې هغه غاړې ته او دې غاړې ته واړه مسلمانان یو، په ټولو عنعناتو او کلچر کې سره یو ډول یو، که چېرې موږ دنیاوالو او خارجیانو ته غوږ نیسو، نو موږ سهوه کوو، ځکه موږ د دنیاوالو د دسیسو ښکار یو، نو له دې وجې اوس په موږ کې امن نشته، که چېرې دا خارجي دسیسې موږه له ځانه لیرې کړو، نو د سرحد په دواړو غاړو کې به امن و امان وي.″

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي هم د افغان حکومت له اړخه وايي، چې دوی نه جګړه غواړي او نه څوک جنګ ته هڅوي او تمویلوي يې، بلکې غواړي، چې د پولې په دواړو غاړو کې پراته قومونه په سوله او خوشالۍ ژوند وکړي:

″موږ په هیڅ صورت او په هیڅ مانا څوک جنګ ته نه هڅوو، نه دا زموږ مرام دی او نه مو دا هدف دی، زموږ هدف، تلاش او مرام دادی، چې باید سوله، امن، د وروری ژوند، د خوشالی ژوند او د نیکمرغی ژوند هم خپله ولرو او هم نورو ته دا پیغام او بلنه ورکړو.″

د خوست او وزیرستان د قومونو مشران او سپین ږیري داسې مهال په خپلو کې د دایمي ټیکاو او د خپلو سیمو او ولسونو څخه د بهرنیانو لاسونو د نیولو پر لارو چارو خبرې کوي، چې په دې سیمه کې جګړو او ناامنیو د خلکو ژوند او نورو ورځنۍ چارې سختې ځپلي او همدا اوس لکونه وزیرستاني کورنۍ د دې ناخوالو په وجه یوې او بلې سیمې ته کډه شوي او په فقر، غربت او محتاجۍ کې ژوند تیروي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG