د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۰

حسین: نورد ترهګرو لپاره د بخښنې دروازه تړلې ده


پرون ماښام په کوټه کې چاودنه شوې، چې پينځويشت تنه په کې ټپيان شوي دي.

چاودنه د ښارپه منځ کې په داسې ځاى کې شوې، چې اکثر په کې هوټلونه دي او ټول ټپيان ملکي خلک دي.

د چاودنې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى. د پاکستان ولسمشر پرون په دې ښارکې ويلي، چې نورد ترهګرو لپاره د بخښنې دروازه تړلې ده.

د چارشنبې په ماښام د اتوبجو په شاوخوا کې د کوټې ښارپر پرنس سړک يوه زوروره چاودنه وشوه، چې لسګونه کسان يې ژوبل کړل او د شاوخوا ودانيو په شمول يې پر سړک ولاړو او روانو موټر ته هم زيان و رساوه او د چاودنې له امله لګېدلي اور څو دوکانونه هم وسوځول.

پوليس مشرعبدالرزاق چېمه د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل، چې ورانکاروکسانو د څپليو د دوکانونو مخې ته په يوه ولاړ موټر سايکل کې چاودېدونکي مواد پټ کړي او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودلی دی.

د اېدهي مرستندويې ادارې ايمبولانسونو د چاودنې ټپيان سمدستي د کوټې ملکي روغتون ته يووړل، د اسدالله په نامه يوه ټپي تن ازادۍ راډيو ته وويل:

"زه د دوکان مخته ولاړ وم، پر سړک ډېر زيات خلک وو، چاودنه چې وشوه زه پر مځکه ولوېدم، بيا په ځان نه يم پوه شوى، پر سترګو مې توره شپه شوه."

په چاودنه کې ټپي کسان ټول ملکي خلک دي، اکثر يا د شاوخوا دوکانونو دوکانداران دي يا په موټرو او رخشو کې ناست خلک او يا هم لاروان دي. په ټپيانو کې د درو تنو حالت نازک بلل کېږي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزيرعبدالرحيم زيارتوال په روغتون کې د ټپيانو د پوښتنو په وخت د چاودنې په اړه راته وويل:

"په چاودنه کې څلرويشت کسان زخميان شوي دي، په هغوى کې د درو تنو حالت نازک دى، چې ډېر زخميان دي، د هغوى درملنه روانه ده. زموږ پر سيمه خصوصاً پر پښتانه وطن چې کومه ترهګري ده، دا په هرحالت او هر قيمت موږ ختم کول غواړو او موږ غواړو چې خپله ټولنه له دې را باندې تپل شوې ترهګرۍ خلاسه کړو او خپل ولس ته د امن او خوشالۍ ژوند ورکړو."

د بلوچستان د داخله چارو وزير سرفراز بګټى وايي، امنيتي ادارې يې د ترهګرۍ د ځپلولپاره په بشپړه توګه اماده دي او هرځاى چې د وسلوالو د موجودګۍ په اړه خبر ترلاسه کړي، په ضد به يې کلک ګامونه پورته کړي:

"دغه ترهګرو ته دا پيغام ورکوو، چې د دوى د ترهګرۍ له اعمالو موږ او زموږ خلک وارخطاکېدونکي نه يو، موږ به که خداى کول په کلکه د دوى مخه نيسو او دوى په دا ډول ناوړه او خوړجنو کارونو سره موږ نه شي کمزوري کولاى."

د چاودنې مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى او نه يې هم څرګند هدف مالوم دى، خو چاودنه پرون په داسې وخت کې وشوه، چې د پاکستان ولسمشرممنون حسين هم په کوټه کې موجود وو. تر چاودنې وروسته په ښارکې امنيت کلک شو او د ښار حساسو ځايونو د اعلى وزير او والي دفتر ته ورغلي سړکونه د عامو موټرو پرمخ وتړل شول.

ولسمشر ممنون حسين د بلوچستان له والي، له ايالتي وزيرانو او د اسمبلۍ له غړيو سره په ناسته کې د پېښورپېښې ته په اشارې سره وويل، چې نورپه پاکستان کې د ترهګرو پرمخ د بخښنې دروازه تړلې ده او حکومت د هر ډول ترهګرو د ځپلو کلک هوډ کړى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG