د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

داعش د اذربایجاني اتباعو د نیول کیدو ویډیو خپره کړه


د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې یوه نوې ویډیو خپره کړې ده چې په کې ۴ نیول شوي اذربایجاني اتباع ښودل کېږي.

په ویډیوکې ویل کېږي چې دې څلورکسیزه تروریستي ډلې د سوريې په رقه ښارکې د اسلامي دولت د ډلې پرضد د وسله وال بغاوت پلان درلود.

د اسلامي دولت په نامه د وسله والې ډلې له خوا په خپره شوې یوې تازه ویډیو څلور اذربایجاني اتباع ښکاره کېږي چې دوه يې په ازري او دوه نور يې په روسي ژبه خبرې کوي.

په ویډیو کې داسې معلومیږي چې دا څلورکسان په زور اړ شوي چې د اسلامي دولت پرضد د خپلې دسیسې په اړه اعتراف وکړي.

په ویډیوکې چې د روانې ډسمبر میاشت په ۲۱ نیټه په انټرنیټ خپره شوې، له دغو څلورو کسانو څخه یو يې چې ځان ابومریم معرفي کوي وايي چې د سوريې خلک مشرکان دي او ده او ملګرو يې غوښتل چې دا خلک ووژني او جایدادونه يې ونیسي.

دا اذربایجاني تبعه وايي، دوي د اسلامي دولت وسله واله ډله هم کافره ګڼي ځکه د ده په خبره دا ډله خلک نه تکفیروي او د سوريې ولس ته د ورو خطاب کوي.

په ویډیو کې څرګند شوی د ابو مریم په نامه دا کس د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر ابغدادي هم هم مشرک ګڼي ځکه دده په وینا بغدادي له مشرکېنو زکات اخلي.

د څلورو اذربایجاني اتباعو دا ویډیو وروسته ترهغې خپریږي چې په راپورونو کې وویل شوه اسلامي دولت په رقه ښارکې د خپلو لیکو شاوخوا سل وسله وال چې تقریباً ټول بهرنيان وو،وژلي دي.

خو یو شمېر فعالانو بیا ویلي چې په رقه کې ښارکې داسې کومه ډله ییزه وژنه نه ده شوې.

د اسلامي دولت له خوا د خپلو بهرنیو وسله والو د ډله ییزې وژنې موضوع لومړی فایننشیل ټایمز ورځپاڼې خپره کړه.

ورځپانې د دیسمبرپه ۱۹ نیټه د سوريي د یو شمېرفعالانو په حواله خبر ورکړ چې اسلامي دولت شاوخوا هغه سل بهرني وسله وال وژلي چې غوښتل يې د دې ډلې له مرکز رقه څخه وتښتي.

XS
SM
MD
LG