د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

فاروقي: بهرنۍ کړۍ د کابینې په جوړښت کې مداخله کوي


افغان ولسمشرته نږدې کسان د کابینې په برخه کې بهرنۍ مداخلې تاییدوي خو اجرایه ریاست دا خبره ردوي چې بهرني فشارونه او مداخلې موجودې دي.

د ولسمشراشرف غني نږدې همکارحمیدالله فاروقي ازادۍ راډیوته وویل ځیني بهرنۍ کړۍ او ان دولتونه هڅه کوي چې په نوې کابینه کې خپل کسان ځای کړي.

اخوا د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د بهرنیو فشارونه رد کړل او ویې ویل چې یواځې ولسمشر او اجرایه رییس د کابینې د جوړولو واک لري.

د افغان حکومت د نوې کابینې د غړیو د معرفي په سر د داخلي اختلافونو له موجودیت سره سره اوس د بهرنیو کړیو د فشارونو په اړه هم چارواکي مختلف نظرونه ورکوي.

ولسمشر محمداشرف غني ته نږدې همکارحمیدالله فاروقي تایید کړه چې اوسنیوحالاتو ته په کتو بهرنۍ کړۍ د کابینې د جوړښت په سر مداخلې کوي.

ښاغلي فاروقي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، ځیني بهرنۍ موسسې او ان دولتونه لواله دي او هڅه کوي چې په افغان کابینه کې خپل بانفوذه کسانو ته ځای پيدا کړي:

«دې کې هیڅ شک نشته چې ځيني بهرنۍ کړۍ، بهرنۍ موسسات، نهادونه ان دولتونه هم دا تلاش لري او دا علاقه لري چې خپل هغه کسان چې د دوی له خط مشی او افکارو نه حمایت کوي دوی علاقه لري چې هغوي راشي.

خامخا به خپله توانايي چې لري صرفه به نه کوي او مداخلې به کوي».

خو ښاغلي فاروقي دا هم وویل چې د بهرنیو له مداخلو سره سره افغان ولسمشر او د ملي یووالي حکومت نور مشران د ورته مداخلو مخه نیسي.

له بلې خوا ښاغلي فاروقي په رسنیوکې د کابینې د یو شمېرنوماند وزیرانو په اړه رپوټونه ناسم وبلل او ویې ویل چې لاهم د کابینې د غړیو په غوراوي باندې چانه زنۍ روانې دي.

اخوا د افغان حکومت اجرایي ریاست هغه رپوټونه ردوي چې د کابینې د جوړښت په سر بهرنیان مداخلې کوي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، د کابینې د جوړښت په سرهیڅ بهرنۍ مداخلې نشته او په دې برخه کې کوم فشارهم نه دی وارد شوی:

«افغانستان په خپلو کورنیو چاروکې د خپل حکومت په جوړونه کې په ټولو برخو کې کامله بشپړه ازادي لري.

د افغانستان حکومت په جوړولو کې هیڅوک تاثیر نه لري. یواځې جمهور رییس او اجراییه رییس دي چې د حکومت په جوړولو کې پریکړه کوي. بل څوک په دې کې شامل نه دي نه داخلي نه خارجي.»

ښاغلي فیصل وویل، افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي خو دا په دې معنی نه ده چې هغوی ته د مداخلې اجازه ورکړي.

د اجرایه ریاست چارواکي وايي چې ډېرژرد امنیت او اقتصاد برخې نږدې لس نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کیږي او پاتې نور وزیران هم په پام کې نیول شوي دي.

د ملي شورا یو شمېرغړیو هم په ټينګار سره وویل چې باید نوې کابینه ډېرژرمعرفي شي او د ملي یووالي حکومت د دواړو مشرانو ټیمونه باید خپل منځي اختلافات له منځه یوسي.

اخوا یو شمېرسیاسي کارپوهان او عام خلک وايي چې د افغان حکومت مشران باید ملي ګټې په پام کې ونیسي او پرینږدي چې د نوې کابینې د نه لرلو له امله د امنیت په شمول لسګونه برخې نیمګړې او کمزورې پر مخ ولاړې شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG