د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

يواين ايچ سي ار: افغان کډوال بايد له پاکستانه په زوره ونه ايستل شي


په پاکستان کې د يواين ايچ سي ارمشرې د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو له وزيرسره په خبري کنفرانس کې ويلي، چې پاکستان کولاى شي، په دې هېواد کې په ناقانونه توګه مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږي، خو وايي راجسټر افغان کډوال بايد په زوره له دې هېواده ونه شړل شي.

د پاکستان د کډوالو چارو وزير وايي، که نړېواله ټولنه ورسره مرسته وکړي، ناراجسټر شوي افغانان به راجسټرکړي، خو د ٢٠١٥م کال ترپايه بايد ټول افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

په پېښورکې پر ښوونځي د شپاړسم ديسمبر تربريد وروسته د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چې افغان کډوال په يوه مياشت کې خپل هېواد ته ستانه کړي.

دې په پام سره د پاکستان د سرحدونو وزارت دا موضوع د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کميشنرۍ يو اين ايچ سي ار سره شريکه کړه.

د سرحدونو مرکزي وزيرعبدالقادر بلوڅ او د يو اين ايچ سي ار مشرې مايا اماراټونګا د سې شنبې په مازيګر ګډ خبري کنفرانس ته په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو په اړه خبرې وکړې.

عبدالقادر بلوڅ وايي، نړېوالې ټولنې په ٢٠١٢م کال کې ورسره ژمنه کړې وه، چې په هغو سيمو کې به د پرمختيايي کارونو لپاره شپږ ميليونه ډالر ورکوي، چې د افغان کډوالو له امله اغېزمنې شوې دي، خو وايي تراوسه يې سل ميليونه هم نه دي ورکړي.

عبدالقادر بلوڅ په پاکستان کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو په اړه وويل:

"د پېښور تر پېښې وروسته او په افغانستان او سيمه کې پرمختګونو ته په پام سره نور موږ دا وړتيا نه لرو، چې ناراجسټر شوي مهاجرين دلته پرېږدو، په جنېوا کې د مهاجرينو د راجسټر کولو د ادارې مشر تېرکال د کډوالو د راجسټر کېدو لپاره د شپېتو ميليونه ډالرو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه يې رانه کړې، موږ به اوس بيا خپل استازي ور لېږو، چې لږ تر لږه دغه پيسې خو راکړي، چې موږ دغه ناراجسټر شوي افغانان راجسټر کړو، هسې نه چې بيا په ځينو پېښو کې په مجرمينو پسې پل تر دوى پورې و رسېږي."

عبدالقادر بلوڅ وويل، افغان کډوالو ته د پاکستان خلکو پينځه دېرش کاله مېلمستيا ورکړه، خو اوس چې نړېوالې ټولنې دغه افغان کډوال هېر کړي او له دوى سره مرسته نه کوي، نو پاکستان څه ګناه کړې چې نورپرخپلو اوږو د دومره زياتو کډوالو بار واخلي.

قادر بلوڅ وايي، افغانستان ته چې ستنېدونکيو افغانانو ته چې سړي سر ٢٠٠ ډالره ورکول کېږي، هڅه به وکړي چې يو اين ايچ سي ار دغه مرسته ور زياته کړي او دوى په را روان يوه کاله کې افغانستان ته ستانه شي:

"پاکستان، ايران او افغانستان د يو اين ايچ سي ار تر نظارت لاندې پر دې سلا شوي وو، چې افغان کډوال به د ٢٠١٥م کال تر يو دېرشمې نېټې پورې په عزتمنه توګه او په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي، موږ بشپړه امادګي نيسو او له پلان سره سم به د دوى د ستنېدو بهير ته دوام ورکول کېږي، هيڅ بيړې ته اړتيا نه شته او نه په شپه- شپه د دوى د ستنولو پروګرام لرو، د افغانستان حکومت، افغان کډوال او د پاکستان خلک دي حوصله وکړي."

په پاکستان کې د يو اين ايچ سي ار ځايناستې مشرې مايا اماراټونګا وويل، د پاکستان د خلکو غوندې افغان کډوال هم پخپل هېواد کې جګړو او ناامنۍ اغېزمن شوي او پاکستان ته را مهاجر شوي دي، خو وايي دوى دلته د ځايي خلکو غوندې د پاکستان اساسي قانون ته په وفادارۍ سره په سوله ييز ډول ژوند کوي او دوى وسلوال نه دي.

مايا وايي، يو اين ايچ سي اربه هڅه وکړي، چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهير ټکنى کړي، خو وايي دوى بايد په زوره له پاکستانه ونه ايستل شي:

"مهاجرين پخپله اغېزمن دي، دوى هم خپل هېواد د جګړو او ترهګرۍ له امله پرېيښى او دوى بايد يو ځل بيا اغېزمن نه شي، چې بشري حقونه يې تر پښو لاندې شي او په زوره خپل هېواد ته ولېږل شي، خپل هېواد ته د دوى د ستنېدو خوښې او رضا ته بايد احترام وشي، ځکه که دوى پخپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي، دوى به هلته ځان ته نوى ژوند جوړ کړي، خو که په زوره ولېږل شي، ډېر ژر به بيرته را ستانه شي او دلته به په غيرقانوني توګه اوسېږي."

د سرحدونو وزير وويل، په پاکستان کې درې ميليونه افغان کډوال ژوند کوي، خو مايا اماراټونګا وويل، د يو اين ايچ سي آر د شمېر له مخې يونيم ميليون افغانان په پاکستان کې د کډوالو په توګه اوسېږي، هغه چې راجسټر نه دي، مهاجرين نه دي او پاکستان حق لري چې له هغوى سره قانوني چلند وکړي:

"يونيم ميليون افغان کډوال چې په پاکستان کې اوسېږي، هغوى ته مهاجرين ويلاى شو، ځکه دوى د مهاجرت کارډونه لري چې پاکستان ورکړي دي، خو يو شمېر افغانان چې راجسټر نه دي او په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي، هغوى هيڅ ډول قانوني هويت نه لري، د پاکستان حکومت د هغوى خلاف له اقدامه نه را ګرځوو، لکه نور حکومتونه چې د ناقانونه اوسېدونکيو خلاف اقدام کوي."

په پاکستان کې په بمي چاودنو او ځانوژونکيو بريدونو کې اکثر افغان کډوال دخيل بلل کېږي، خو د سرحدونو وزير عبدلقادر بلوڅ دا ډول ادعاوې رد کړې او ويې ويل، چې افغان کډوالو تر اوسه د ترهګرۍ په هيڅ ډول پېښو کې لاس نه دى لرلى.

په خبري کنفرانس کې د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د امريکا او اروپايي هېوادونو غوندې ولې هغو افغانانو ته پاکستانى تابعيت نه ورکول کېږي، چې نه غواړي افغانستان ته ستانه شي، د سرحدونو وزير وويل، هيڅ هېواد په يوه ځاى ميليونونو خلکو ته تابعيت نه شي ورکولاى او د پاکستان خلک هم نه غواړي، چې پر دومره اقتصادي او امنيتي ستونځو برسېره د يوه بل هېواد خلک د تل لپاره د خپلو هېوادوالو په توګه ومني.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG