د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

"په ایران کې پر افغان کډوالو د بندیز په اړه رسمي معلومات نه لرو"


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن [سې شنبې] ازادۍ راډیوته وویل چې د ایران په ځیني ښارونو کې د افغان کډوالو پر استوګنې د بندیزپه اړه رسمي معلومات نه لري.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د دې هېواد رسمي دولتي خبري اژانس [ایرنا] ته ویلي چې د دې هېواد په نهو ولایتونو کې یې د افغان کډوالو پرمیشتیدو بندیزلګولی دی.

په دې وزارت کې د بهرنیو وګړو د چارو مسول عزیزکاظمي پرون [دوشنبې] د ایران خبري اژانس، ایرنا ته وویل چې په یو شمېرنورو ولایتونو کې هم د داسې بندیز پرپلان کار روان دی.

کاظمي ویلي چې د ایران حکومت تراوسه د دې هېواد په نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د استوګنې پر ممنوعیت یوې وروستۍ پریکړې ته نه دي رسیدلي او پر پلانونو خبرې روانې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ازادۍ راډیوته وویل:

″تراوسه موږ ته رسمي اطلاع نه ده را رسیدلې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران په اسلامي جمهوریت کې له خپل سفارت سره خبرې کوي چې په دې اړه رسمي معلومات راکړي. خو د ملي وحدت حکومت له واکمنۍ سره سم، د ایران او افغانستان ترمنځ په اړیکو د پرمختګ یوه ستره نښه دا وه چې د ایران اسلامي جمهوریت د شپږو میاشتو لپاره هلته د څلورنیم لکه میشتو افغان کډوالو د ویزو د تمدید پریکړه وکړه.″

د ایران حکومت افغان کډوال په مازندران، اردبیل، اذربایجان، کردستان، سیستان او بلوچستان، کهکیلویه او بویراحمد، زنجان او ګلستان او ګیلان کې له اوسیدو منع کړي دي.

ایراني لوري د دې ممنوعیت د دلایلو پهاړه معلومات نه دی ورکړي.

د ایران په یو شمېرولایتونو کې د افغان کډوالو پراستوګنه د بندیزونو لړۍ له مازندرانه پيل شوه.

د ایران د کورنیو چارو په وزارت کې د بهرنیو وګړو د ادارې مشرعزیزکاظمي ویلي چې حکومت له دې اقدامه خوشاله دی او پر افغان کډوالو د اوسیدو د ممنوعیت پلان په مازنداران کې ښه نتیجه ورکړې.

دې چارواکي ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې اوس مهال هیڅ افغان کډوال په مازنداران ولایت کې نه اوسیږي او ټول له هغه ځایه ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG