د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

"یزیدي میرمني د داعش له وحشت ناکه چلند سره مخامخ شوي"


د بخښنې نړېوال سازمان امنیستي انټرنشنل وایي، یزیدي میرمنې او نجونې چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې یرغمل کړي، د جنسي تیریو او شکنجې په ګډون له ډیر ناوړه حالت سره مخامخ دي.

د اسلامي دولت ډلې تیر دوبی د عراق پر سینجارایالت د حملې په ترڅ کې د عراق د مذهبي اقلیت په زرګونو کسان یرغمل کړل.

امنیستي انترنشتل وایي، د دې ډلې وسله وال پر ښځو او کم عمره نجونو جنسي تیری کوي، یا یې هم د وینځو په توګه پلوري.

د بخښنې نړېوال سازمان امنیستي انټرنشنل په یوه نوي راپور کې وایي چې د عراق د مذهبي اقلیت یزیدیانو پرهغو نجونو او میرمنو د جنسي تیریو په ګډون ډیر وحشیانه تیری کېږي چې له تیر دوبي راهیسې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د کنیځو په توګه یرغمل کړي دي.

امنیستي انترنشل په دغه راپورکې چې نن یي خپور کړی له څلویښو زیاتو هغو نجونو او میرمنو سره مرکې کړي چې د اسلامي دولت ډلې له منګولو یي ځانونه خلاص کړي دي.

د عراق د اسلامی دولت ډلې په اګست میاشت کې پر سینجار ښار د حملې په ترڅ کې په زرګونو یزیدیان یرغمل کړل.

په سلګونو کسان په دې حمله کې ووژل شول او په زرګونو نور هم د سینجار نژدې غرونو او د عراق شمال د کردانو تر کنټرول لاندې سیمو ته وتښتیدل.

امنیستي انترنشل چې مرکز یې په لندن کې دی په دغه راپور کې دغه راز ویلي چې په یرغمل شویو یزیدیانو کې د لسو او دولسو کلونو ترمنځ نجونې هم شته چې له شکنجې، جنسي تیري او په زوره ودولو سره مخامخ دي.

دوی همداشان پلورل کېږي یا هم د اسلامي سخت دریځې ډلې وسله والو او یا په عراق او سوریه کې د دې ډلې ملاتړو ته د ډالۍ په توګه ورکول کېږي.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له مخې د امنیستي انترنشنل بحرانونوته د رسیدګي د چارو یوې سلاکارې دوناتیلا رویرا وویل، د اسلامي دولت د ډلې وسله والو د کړو وړو له امله چې پر برمته شویو نجونو او میرمنو جنسی تیری کوي، هغوی شکنجه کوي یا یې هم د وینځو په توګه پلوري، د په زرګونو یزیدي میرمنو او نجونو ژوند ډیرتریخ دی.

یو شمېر برمته نجونو د جنسي تیري له ویرې ځانونه وژلي دي.

د جیلان په نوم یوه نولس کلنه نجلۍ یوه له دغو نجونو ده چې ځان یې وژلی دی.

دا خبره د هغې ورور او یوی نجلۍ چې په یرغمل کې ورسره وه، کړې ده.

د راپورله مخې دغې نجلۍ ویلي، یوه ورځ دوی موږته چې د شلو په شاوخوا کې و، نوې جامې چې د نڅاجامو ته پاتې کېدې راکړې او راته یې وویل چې غسل وکړای، جیلان همالته په تشناب کې ځان وواژه.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې څه شمېر یزیدي میرمنې او نجونې تښتولي دي خو د عراق د بشري حقونو وزارت دغه شمېر سلګونه یاد کړي دي.

امنیستي انترنشل بیا ویلي چې ښایي د یرغملو میرمنو او نجونو شمیرله دې لوړوي.

ډیر یرغمل شوي په زوره دې ته اړ کړای شوي چې اسلام ته واوړي.

د عراق مذهبي اقلیت یزیدیدان له کلونو راپدیخوا د سخت دریځو تر فشار لاندې دي او د خپلې عقیدې په خاطریې نسلونو ډیر کړاوونه ګاللي دي.

XS
SM
MD
LG