د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

وزیري: له ۲۰۱۴ وروسته امریکا خپل سري عملیات نه شي کولای


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به امریکايي ځواکونو د افغان چارواکو په غوښتنه وسله وال مخالفین په نښه کوي.

د دې وزارت چارواکي د افغانستان او امریکا ترمنځ شوو موافقو ته په اشارې وایي، چې امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته نه شي کولای په خپل سر پوځي عملیات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزارت ویلي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د هغو افغان طالبانود وژلو هڅه ونه کړي چې دوی ته مستقیم خطر نه وي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به امریکا په افغانستان کې ټول هغه وسله وال په نښه کوي چې افغانستان او متحدینو ته یې امنیتي ګواښ رامنځ ته کوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، له ۲۰۱۴کال وروسته امریکا په افغانستان کې خپل سري عملیات نه شي کولای.

ښاغلي وزیري زیاته کړه، د افغان ځواکونو په غوښتنه امریکايي سرتیري په جګړه کې برخه اخیستلای شي:

″له ۲۰۱۴ کال وروسته بهرنیان عملیات نه کوي افغان ځواکونه عملیات کوي معنی دا چې که له ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیانو ځواکونه په افغانستان کې هم وي، که چېرې افغان ځواکونه ورنه وغواړي، دوی به مرسته کوي.″

دفاع وزارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې یوازې هغه طالبان به په نښه کوي، چې دوی او افغان ځواکونو ته ګواښ وي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، که چېرې د طالبانو مشرملامحمد عمرهم دوی ته ګواښ پیښ نه کړي، نو دوی یې هدف نه ګرځوي.

جان کربي ویلي، طالبان په دوو برخو ویشل شوي، چې، جنګي او غیرجنګي ډلې دي.

ده وویل، هغوی چې پرموږ حملې کوي، موږ به یې هم نه پرېږدو، خو هغوی چې جنګ نه کوي، موږ هم ورسره کار نه لرو.

تردې مخکې نورو امریکايي چارواکو هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې، خو د امریکا ولسمشربارک اوباما ویلي و چې په افغانستان کې پاتې کېدونکې امریکايي پوځیان به پرهغو وسله والو طالبانو بریدونو ته دوام ورکړي چې پرافغان امنیتي ځواکونو حملې کوي.

په ورته وخت کې بیا په ولسي جرګه کې د نړېوالو اړیکو کمېسیون وايي، امریکا د افغان ولس ګټو ته ژمنه نه ده، دوی وايي امریکا په افغانستان کې هغه اهداف چې غوښتل یې ترلاسه کړي.

د دې کمېسیون رییس عبدالقادر ځاځی وايي، امریکا باید ټول هغه وسله وال بې توپیره په نښه کړي چې د افغان حکومت پر وړاندې امنیتي ستونزې جوړه وي:

″کله چې د امریکا شخصي ګټې په خطرکې وي نو افغانستان ته راغی او ویل چې موږ ټولو ته خطر متوجې دی او ویل به یې چې له وسله والو سره باید جګړه وشي اوس یې چې شخصي ګټې په کې نشته دوی وايي چې ځیني طالبان زموږ دښمنان نه دي دا په دې معنی چې دوی اول او اوس هم له افغانانو سره دوه مخی سیاست کوي.″

امریکا غواړي چې په افغانستان کې ۱۰۸۰۰ پوځیان پرېږدي څو افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکړي.

د سیاسي چارو یو شمېرافغان کارپوهان سپارښتنه کوي چې امریکا باید له افغانستان سره د امنیتي او دفاع سند په اساس خپل مسوولیت ادا کړي.

دوی وایي، امریکایي چارواکې باید له خپلو ژمنو سره سم افغان ځواکونه وروزي او د دې ځواکونو تجهیزاتو ته هم پام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG