د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د کابینې اعلان تر نامعلوم وخته وځنډید


په جمهوری ریاست کې ځیني منابع وایي چې؛ د ولسمشر او اجرایي رییس ترمنځ د کابینې پر سرلاهم د کورنیو چارو وزارت لپاره د کاندید وزیر پرسر اختلاف موجود دی.

سرچینه زیاتوي ټاکل شوې وه چې د کابینې یوه برخه سبا د چهارشنبې په ورځ اعلان شي، دغه اعلان ځنډول شوی.

د افغان حکومت اجرایي رییس ته نږدې سرچینې وايي چې د کابینې د اتو غړیو په معرفي کېدو موافقه شوې ده.

په ورته وخت کې ولسمشراشرف غني ته نږدې کسان وايي، تراوسه هم د کابینې په اړه بحث نه دی بشپړ شوی او لا هم خبرې روانې دي.

په جمهوري ریاست کې ځیني منابع وایي چې د ولسمشر او اجرایي رییس ترمنځ د کابینې پر سرلاهم یو لړ اختلاف موجود دي.

دې منبع چې ویې نه غوښتل نوم یې څرګند شي ازادۍ راډیوته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د کاندید پر سر د اختلاف له کبله د یوه نامعلوم وخت لپاره د کابینې اعلان ځنډیدلی دی.

په همدې حال کې اجرایي رییس ته نږدې یو شمېرکسان وايي چې ولسمشرمحمد اشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله د کابینې په اته کاندید وزیرانو موافقه کړې او دا کاندید وزیران به ډېر ژر ولسي جرګې ته معرفي شي.

عبدالجبار شولګري چې ډاکټرعبدالله ته نږدې کس دی، د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې د کورنیوچارووزرات پست پرسرد ولسمشراواجرایي رییس ترمنځ خبرې جریان لري.

ښاغلي شولګري وویل، چې د اجرايي رییس له خوا انجنیرمحمدعارف سروري د کورنیو چارو وزارت ته کاندید وزیر دی.

د پخوانیو راپورونو پراساس، صلاح الدین رباني د بهرنیوچارو وزارت ته، شیرمحمد کریمي دفاع وزارت ته، فضل احمد معنوي کورنیو چارو وزارت ته، جیلاني پوپل مالیې وزارت ته، سعادت نادري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته، سردار احمد نعیم د سوداګرۍ وزارت ته، فیض الله ذکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته او رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریاست ته کاندیدان دي.

په دې وروستیوکې په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ملي وحدت حکومت له غړیو پرته د دواړو مشرانو په ټیمونو کې هم د وزیرانو د معرفي کېدو پر سر اختلافات روان دي.خو ولسمشر او اجرایي رییس ته نږدې سرچینو دغه اوازې بې بنسټه وبللې.

په ورته وخت کې ولسمشراشرف غني ته نږدې کس معین مرستیال وايي چې د کابینې پر سربحث نه دی نهایی شوی او په دې اړه اوس هم خبرې روانې دي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د راتلونکې اوونۍ په وروستیو کې به نهه تنه کاندید وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په ارګ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته ویلي چې د کابینې کلیدي پستونه به د چهار شنبې په ورځ او پاتې نورکاندید وزیران به د راتلونکي دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.

تر اوسه جمهوري ریاست په رسمي توګه د کابینې د معرفي کېدو د وخت په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي او په دې اړه یې کومه تبصره هم نه دی کړې.

عام خلک، د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان او ولسي جرګې ځیني غړي ټینګارکوي چې د کابینې په معرفي کېدو کې باید یوازې او یوازې پوه او کاري تجربه په پام کې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG