د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

د خوست محصلان د کدري روغتون فعالول غواړي


د خوست شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي یو شمېر فارغان او محصلان وايي، چې دوی د عملي زده کړو له پاره کدري روغتون نه لري، چې له همدې کبله به دوی تر فراغت وروسته هم تر یو وخته د ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخو کې ستونزې ولري.

دوی همدارنګه زیاتوي، چې د طب پوهنځي استادان هم لږ دي او د هرې څانګې لپاره د اړتیا په کچه مشخص او متخصص استادان نه لري.

بل خوا د یاد پوهنتون او پوهنځي مسوولین د محصلانو دا ستونزې پرځای بولي او وايي، چې دا ټولې مسالې يې د لوړو زده کړو د وزارت سره په پر له پسې توګه شریکې کړي دي.

د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي د سږني کال یو تن فارغ التحصیل ډاکټرسیدالله مسلم مشال راډيو ته وايي، چې د طب د محصلانو د ستاژله پاره دې په روغتونونو کې عملي زده کړو ته زمینه برابره شي:

″موږ په عملي زده کړو کې متاسفانه باید ووایو، چې د فاکولتې تر پایه هېڅ نوع اسانتیاوې مو نه درلودې، د پنځم ټولګي په دویم سمسترکې موږ ته ځیني تسهیلات برابر شول، تراوسه د دې پوهنتون کدري روغتون نه دی فعال شوی، د راتلونکې له پاره د خوست د روغتیا ریاست څخه غواړو، چې به ولایتي روغتون کې د محصیلنو له پاره د ستاژ اسانتیاوې برابرې کړي.″

د طب پوهنځي محصل میرناګل ځاځی هم د لوړو زده کړو وزارت څخه د کدري روغتون د فعالولو او په هغه کې د محصلانو د عملي زده کړو له پاره د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

د طب پوهنځي یو تن استاد جهان شاه تڼی هم د تخصصي څانګو د استادانو کمښت او د کدري روغتون نه شتون د طب د محصلانو د عملي او نظري زده کړو په لاره کې مهمې ستونزې بولي.

د شیخ زاید پوهنتون د طب د پوهنځي رئیس ډاکټر مغفرت الله وايي، چې دوی د نورو لویو پوهنتونونو د طب پوهنځیو د تشکېل پنځمه حصه استادن لري، چې په طبعي توګه دا لږ استادان د ټولو مضمونونو په اغېزمنه توګه تدریس نه شي کولای:

″زموږ د استادانو د تشکېل کمبود اساسي ستونزه ده، لابراتوراونه مو لکه چې ښايي مجهز نه دي، د استادانو ستونزه مو داده، چې ټوله فاکولته په ۲۸ استادانو پر مخ بیایو، حل دا چې په ننګرهار کې د طب پوهنځي د رسمي استادنو تشکېل تر ۱۰۰ تنو ډېر دی.″

د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو د څانګې مرستیال اسد تڼي د دوشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، چې د پوهنتون په ځانګړي ډول د طب پوهنځي ستونزې يې څو ځلې لوړو زده کړو وزارت او په وروستي ځل په ویډیو کنفرانس کې په خپله ولسمشر غني ته وړاندې کړې دي.

ده د ولسمشر ژمنې ته په کتو هیله څرګنده کړه، چې د نوې کابینې تر اعلان وروسته به په ځانګړي ډول د کدري روغتون د فعالولو ستونزه حل شي.

د یادونې وړ ده سږ کال د خوست شیخ زاید پوهنتون د پنځلسو پوهنځیو څخه خواوشاه یو زر کسان د لیسانس په درجه فارغ شول، چې ۳۷ تنه يې د طب پوهنځي فارغان ول.

د دې پوهنتون د طب پوهنځی یوازې د شلو تنو رسمي استادانو تشکېل لري، چې د یو شمېر نورو لویو پوهنتونونو د استادانو د تشکېل پنځمه برخه جوړوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG