پرون د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې د يوه طالب قومندان په شمول څلور وسلوال طالبان له يوه اندازه وسلو سره نيول شوي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره يوه نامالوم ځاى ته لېږدول شوي دي. تراوسه دا مالومه نه ده، چې دوى افغان طالبان دي او که پاکستاني طالبان دي.
د ديسمبر پر شپاړسمه نېټه په پېښور کې پر ښوونځي تر وسله وال بريد وروسته پاکستاني امنيتي سرتېرو په بلوچستان کې هم د وسلوالو په خلاف ځاى پر ځاى د پلټنې عمليات پيل کړي دي.
دې ته په پام سره د دوشنبې په غرمه د کوټې ښارشمال لورته د کچلاغ سيمې په جمال اباد کلي کې پوليسو د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس يو کورمحاصره کړ او څلور تنه وسلوال طالبان يې په کې ونيول، چې له هغوى څخه يو د طالبانو قومندان بلل کېږي او يو د هغه ورور دى.
د ملېشه ځواکونو سرچېنې وايي، له دغو نيول شويو وسلوالو يې يوه اندازه وسله هم ترلاسه کړي ده او دوى يې د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره يوه نامالوم ځاى ته انتقال کړي دي، خو دا يې ونه ويل چې نيول شوي وسلوال د افغان طالبانو د تحريک غړي دي، که پاکستاني طالبان دي.
د بلوچستان د داخله چارو وزارت او پوليس مشرانو له دغو عملياتو او د وسلوالو له نيولو بې خبري وښووله، خو ځينې سرچېنې وايي، چې په نيول شويو وسلوالو کې يو تن- چې ويل کېږي د افغان طالبانو قومندان دى- ملا عبدالقدير نومېږي او له ډېرې مودې راهيسې په کچلاغ سيمه کې مېشت وو، مګر پاکستاني رسنۍ هغه د پاکستاني طالبانو د ډلې قومندان بولي.
د بلوچستان د ملېشه ځواکونو سرچېنې وايي، چې د ايالت په شمالي پښتني سيمو کې يې په وسلوالو طالبانو پسې دې ورته د پلټنې نور نااعلان شوي عمليات هم پيل کړي دي، خو رسنيو ته د دغسې عملياتو په اړه جزيات نه ورکوي.
دا په يوه اوونۍ کې په وسلوالو طالبانو پسې د پلټنې د عملياتو دويمه هڅه ده، ملېشه ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د زيارت ضلعې په سنځاوۍ سيمه کې هم په وسلوالو پسې د پلټنې عمليات کول، چې هغوى ډزې ورباندې پيل کړې او په نتيجه کې يې د ملا نجم الدين په نامه د پاکستاني طالبانو يو قومندان و واژه او دوه نور يې ټپيان کړل.
د بلوچستان په مرکز کوټه او د دې ايالت په شمالي پښتني سيمو کې سلګونه زره افغان کډوال اوسېږي، چې د نړيوالو رسنيو له ادعا سره سم د افغان طالبانو مشران هم د دوى په منځ کې مېشت دي، د پېښور تر پېښې وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترهګرۍ د ځپلو نوې ژمنې ښايي په بلوچستان کې پر مېشتو افغان او پاکستاني وسلوالو طالبانو هم د ژوند ساحه را تنګه کړي.
رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه