د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

فیصل: هر وزارت ته یو یا دوه کسان په نظر کې نیول شوي


د افغان حکومت د اجراییوي رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د افغان حکومت د اجراییوي رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل

حکومتي چارواکي وايي چې د کابینې د جوړیدو په برخه کې پرمختګ شوی او هر وزارت ته یو یا دوه کسان په نظر کې نیول شوي.

وروسته له هغې چې په یوشمېر خبري رسنیو کې د نوې کابینې یولست خپور شو او په دې اړه داسې اندیښنې هم راپورته شوې چې په یاده کابینه کې د مسلکیتوب او تجربې معیارونه په پام کې نه دي نیول شوي؛ حکومتي چارواکي وايي، د هر وزارت لپاره یې څو انتخابه په نظر کې نیولي.

د افغان حکومت داجراییوي رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي چې د کابینې په جوړښت باندې کار نږدې پای ته رسېدلی او د امنیتي او اقتصادي وزارتونو لپاره به په نږدې ورځو کې کاندید وزیران معرفي شي.

"د ملي یووالي حکومت له لومړیتوبونو څخه یو کار د کابینې جوړول وو؛ تر څو پیاوړي کابینه ولري او د خلکو هیلې پوره کړای شي؛ په دې باندې کار روان دی او په نږدې ورځو کې به د امنیتي او اقتصادي وزراتونو لپاره نوماند کسان ولسي جرګې ته ورمعرفي شي؛ تر څو د تایید رایه واخلي."

ښاغلي فیصل وویل، د کابینې هغه لست چې په دې وروستیو کې د رسنیو له لوري خپور شوی وروستنی نه دی.

د راپورونو پر اساس، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت ته؛ شیر محمد کریمي دفاع وزارت ته؛ فضل احمد معنوي کورنیو چارو وزارت ته؛ جیلاني پوپل مالیې وزارت ته، سعادت نادري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته؛ سردار احمد نعیم د سوداګرۍ وزارت ته؛ فیض الله ذکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته او رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریاست ته کاندیدان دي.

په ارګ کې د جمهوري ریاست یوې سرچینې چې نه غوښتل نوم او هویت یې څرګند شي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ فضل احمد معنوي د دې لست په سر کې ځای لري چې د کورنیو چارو وزارت ته کاندید وزیر دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي چې که کاندید وزیران له کوم معیار او پخوانیو ژمنو پرته معرفي کیږي او له ولسي جرګې نه د باور رایه ترلاسه کوي دا به د یادې جرګې حیثیت د خلکو پر وړاندې له منځه یوسي.

د دې جرګې غړی نادر خان کټوازی وايي:

"که داسې کسان له ولسي جرګې د باور رایه واخلي؛ زما په نظر د ولسي جرګې غړي به لږ پاتې حیثیت چې لري یې هم له لاسه ورکړي او بیا به څوک په وکیلانو هم باور ونه کړي. د وکیلانو لپاره دا ښه موقع ده چې د فلتر کار وکړي او یواځې متخصصو کسانو ته رایه ورکړي."

د حکومت له خوا په وخت د کابینې نه معرفي کېدو د ولسي جرګې او د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهانو له انتقادونو سره مخ شوي.

دوی وايي، تراوسه هم د ولسمشر او اجراییوي رییس ترمنځ د کابینې د جوړښت پر سر اختلاف پرځای دي.

خو اوس به ولیدل شي حکومت څنګه چې یې ژمنه کړې په یو یا دوو راتلونکو ورځو کې د کابینې په معرفي کېدو توانیږي او کنه؟

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG