د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۸

"ّپرافغان دولتي ویبپاڼو کې د ویروس د خپریدو مخه ونیول شوه"


د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، توانیدلی چې د افغانستان په دولتي ویبپاڼو کې د خطرناک ویروس د خپریدو مخه ونیسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شول، چې ورانکارو سافټ ویرونو د افغان حکومت رسمي ویبپاڼو ته لار موندلې ده.

د چاروپوهان وایي، دا ډول ویروسونه خطرناک دي او مخنیوی ته یې باید له پرمختللو تجهیزاتو او باوري متخصصینو څخه کار واخیستل شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت چارواکي وايي، دوې وتوانیدل چې په څلرویشتو ساعتونو کې دغه ویروس کشف او پر دولتي ویبپاڼو يې حملې شنډې کړي.

په امریکا کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د امنیت یا سایبرسیکوریتي یوه تحقیقاتي اداره وايي چې د افغانستان د حکومت په ګڼ شمېر رسمي ویبپاڼو کې یې داسې مضر سافټ ویرونه موندلي چې ښايي سرچینه یې په چین کې وي.

د مخابراتو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان ټول دولتي ویب سایټونه کنترول شوي او د یاد ویروس د حملې مخه یې نیولې ده:

″موږ مخکینۍ اطلاع لرله چې د افغانستان د حکومت په رسمي ویب سایټونو هکران حمله کوي، دې ته په پام سره د ډیسمبر په نوولسمه نیټه مو دا ویروس کشف او حمله مو شنډه کړه.

دوې غوښتل د افغانستان د سایټونو څخه د نړۍ د هغو پرمختللو هېوادونو ویبپاڼو ته ننوځي چې د دوې هدف و. خو مخه یې ونیول شوه.″

ده وویل، د مخابراتو وزارت پر ټولو ویبسایټونو او ایمیلونو دوامداره څارنه لري او نه پریږدي چې یو ویروس دې په کوم فایل کې، د فایل د ورانیدو تر وخته پاتې شي.

د مخابراتو وزارت چارواکو د دې ویروس خپرونکې منبع ونه ښوده خو ویې ویل چي په نړۍ کې داسې ورانکاري افراد او ادارې شته چې د خپلو سیاسي او تجارتي رقیبانو پرضد له ډول ډول خطرناکو سافت ویرونو څخه کار اخلي.

د معلوماتي تکنالوژی متخصصین وایي، که د دې ډول سافت ویرونو د حملو مخه ونه نیول شي، د ویروس تر حملې لاندې حکومت یا تجارتي، بانکي، سیاسي، پوځي او داسې نور نظامونه به له ستونزو او ګډوډیو سره مخ شی.

په دې اړه په کابل پوهنتون کې د معلوماتي تکنالوژی د برخې استاد بصیر احمد بهیرازادۍ رادیوته وویل:

″مال ویر د ملیشیا د سافت ویر مخفف او یو خطرناک ویروس دی، هدف یی دا دی چې د چا په کمپیوټري سیستم حاکمیت ومومي.

د مخنیوي لار یې دا ده چې کمپیوټري سیستم باید په انټرنټي ویروس سمبال وي او دا انټي ویرو تل اپډیټ وساتل شي که نه نو، د دې ویروس د فعالیت نتیجه خطرناکه ده.″

کارپوهان دا هم وایي، چې پر ویبپاڼو او ایمیلونو د ویروسو حملې یو قصدي هڅه ده او که یوحکومت یا سیاسي، اقتصادي‎، پوځي او داسې نور ارګانونه غواړي چې له خطره یي خوندي اوسي، پکار ده چې پرخپلو سایټونو او ایملونو همیشنی کنترول ولري او په دې برخه کې د معلوماتي تکنالوژۍ له پرمختللو وسایلو او باوري انساني ظرفیتونو څخه کار واخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG