د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

جرات:د پاکستان ایالتي حکومت د افغان کډوالو د ایستلو واک نه لري


د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت هغه پریکړه د انديښنې وړ نه بولي چې غواړي تر راتلونکې یوې میاشتې افغان کډوال له دغه ایالته وباسي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا له ایالت څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د راپورونو تر خپریدو وروسته د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي؛ د پاکستان ایالتي حکومتونه دومره واک نه لري چې دا ډول پریکړه وکړي.

د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرئت د یکشنبې به ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په دې اړه یې په پاکستان کې د کډوالو له نمایندګیو سره هم خبرې کړي او هغوی دا تایید کړه چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت دا څرګندونې کړي دي.

"د ایالتي حکومت دا څرګندونې موږ څارو څو معلومه کړو چې دا پریکړه د مرکزي حکومت ده که د ایالتي. خو دا چې ایالتي حکومت دا تصمیم نیولی؛ نو زموږ لپاره دومره د اندیښنې وړ نه ده."

ښاغلي جرئت وویل، ایالتي حکومتونه یوازې دومره واک لري چې د کډوالو د ایستلو په اړه وړاندیز وکړي.

دی وایي، د افغانستان، کوربه هیواد او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د درې اړخیزې موافقې له مخې؛ پاکستان نه شي کولای په خپل سر داسې کوم اقدام وکړي.

د پاکستان ځينو رسنیو راپور ورکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د جمعې په ورځ له دغه ایالت څخه د یوې میاشتې په موده کې د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه وکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یا UNHCR د معلوماتو له مخې؛ دا مهال شپاړس لکه افغان کډوال په قانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي او د ۲۰۱۵ کال تر پایه ورته په دغه هیواد کې د اوسیدو اجازه ورکړل شوې.

په لکونو نور افغانان بیا په غیر قانوني توګه په پاکستان کې میشت دي.

اخوا ایران هم وروسته له هغې په دغه هیواد کې د لکونو افغانانو د اوسیدو موده د شپږو میاشتو لپاره وغځوله چې د روان کال د لیندۍ په پنځلسمه یې د اوسیدو موده پای ته و رسیده او د افغانستان د حکومت یو پلاوی دغه هیواد ته ولاړ څو په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمیسیون رییس عبدالقادر ځاځي آزادي راډیو ته وویل چې دا د ایالتي حکومت احساساتي پریکړه ده:

"دا د پاکستان د یوې صوبې د حکومت احساساتي پریکړه ده. د مرکزي حکومت فیصله نه ده. که مرکزي حکومت دا فیصله کړې وي؛ نو موږ په جریان کې ساتي."

د چارو کتونکي وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه وروسته له هغې وشوه چې د دغه هیواد استخباراتو وویل چې د پيښور په یوه ښونځي کې د وسله والو طالبانو د تیرې سې شنبې ورځې حمله په افغانستان کې طرح شوې وه.

دوی افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د کډوالو د مسالې لپاره یوه دایمي حل لاره ومومي؛ څو ګاوندي هیوادونه ورڅخه د سیاسي وسیلې په توګه کار وانخلي.

XS
SM
MD
LG