د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

وزیري: په ځینو حالاتو کې د امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي نه شته


د کابل په ګډون د هیواد په یوشمیر سیمو کې د ناامنیو له زیاتیدو سره سم د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې په ځینو حالاتو کې د افغان امنیتي ارګانونو تر منځ لازمه همغږي نه وي موجوده.

ددې وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري وایي، د ولسمشر له سپارښتننې وروسته دوی د دې تشې د ډکولو هڅې پيل کړي دي.

ښاغلي وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ځینو حالاتو کې یا استخباراتي معلومات په خپل وخت سره نه شریکېږي او یاهم د استخباراتي راپورنو په تحلیل او تجزیې کې ستونزې موجودي وي:

"که چېرې نواقص موجود نه وي؛ نو رییس صاحب جمهور به ورته اشاره نه کوله؛ په ځني حالاتو کې کیدای شي چې راپور په خپل وخت سره ونه رسیېږي؛ په ځینو حالاتو کې راپور ته اهمیت ورنه کړای شي؛ یا تحلیل او تجریه یې درسته ونه شي؛ د دې لپاره د اوپراسیون په ریاست کې، د کشف او استخباراتو په ریاست کې، په ستر درستیز کې یو کمیسیون ناست دی او په دې باندې کار کوي چې لومړی یو کامله هماهنګي رامنځته کړي او دوهم دغه نواقص او کمزوری له منځه یوسي."

د امنیتي ځواکونو ترمنځ د لازمې نه همغږۍ خبره په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وینا دوی په خپل وخت سره استخبارتي معلومات له نورو امنیتي ارګانونو سره شریک کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل تیره اونۍ د افغانستان ولسي جرګې ته د کونړ د دانګام د پیښې په اړه وویل چې دوی لس ورځې مخکې له موضوع څخه باخبره وو او اړوندو څانګو ته یې په دې اړه شا او خوا لس مکتوبونه هم لېږلي دي.

وموغوښتل په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو؛ خو د بیا، بیا اړیکو با وجود د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شو.

په امنیتي ځواکونو عمده انتقاد هم دا دی چې د استخباراتي معلوماتو له درلودو سره سره نه دی توانېدلي چې د کونړ د دانګام ولسوالۍ په ګډون د یوشمېر نورو ډله ییزو حملو مخه ونیسي.

خو د امنيتي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې کله د امنیتي ارګانونو د مسوولینو تر منځ اړیکي او ارتباطات نه وي موجود؛ نو د امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ د نه موجودیت ستونزه به څنګه هواره شي.

د امنیتي چارو یو کارپوه او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وايي چې په دې اړه لازمو اصلاحاتو ته اړتیا ده:

"خپله د دوو تنو مسوولینو تر منځ همغږي نشته؛ نو ته وایې چې د امنیتي ارګانونو او قطعاتو تر منځ به همغږي وي؟

همغږي هغه وخت راتلای شي چې سمه اداره او اصلاحات رامنځته شي؛ دلته هر څه د ګروپونو تر منځ ویشل شوي دي؛ د هر چا خپله اراده، خپل کار او خپل تصمیم دی، لازمه همغږي هغه وخت راتلای شي چې د ادارې رهبري اصلاح شي."

افغان حکومت هم په دې باور دی چې د افغانستان په امنیتي ارګانونو کې ظرفیتونه شته؛ خو لازمه همغږي نه ده موجوده.

کارپوهان هم همدې موضوع ته په اشارې سره وايي؛ که د امنیتي ارګانونو تر منځ د پام وړ همغږي موجوده وي او شته وړتیاوو ته په پام سره د استخباراتي معلوماتو په اړه په خپل وخت سره اقدام وشي؛ نو تر ډېره به د وسلوالو مخالفینو د تروریستي فعالیتونو مخه نیول شوي وي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG