د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

ولسي جرګې د کابینې د معرفي کولو لپاره حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړ


د افغانستان ولسي جرګې حکومت ته یوه اونۍ وخت وټاکه څو نوې کابینه د باور رایې اخیستلو لپاره ور معرفي کړي.

ولسي جرګه د نویو وزیرانو د معرفي کولو لپاره په داسې حال کې یوه اونۍ وخت ټاکي چې د نوي حکومت له جوړیدو نږدې درې میاشتې تیریږي.

د ولسي جرګې غړي پر حکومت انتقاد کوي چې په خپل وخت د نوي کابینې په جوړولو کې پاته راغلی.

د دغې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې که حکومت د ولسي جرګې له خوا د ټاکل شوي نیټې پر اساس ورته وزیران معرفي نه کړي؛ نو دوی به یې په اړه پریکړه وکړي.

"دا وروستۍ اونۍ ده، د راتلونکې اونۍ په پیل کې باید موږ ته کابینه معرفي کړي. که نه نو موږ به یې په اړه پریکړه وکړو."

خو ښاغلي ابراهیمي د دې پریکړې په اړه جزیات ورنه کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني څه باندې یوه اونۍ مخکې په ارګ کې د دیني عالمانو او ولسي جرګې له غړیو سره په کتنه کې وویل چې نوې کابینه د دریو اونیو په جریان کې معرفي کیږي.

په همدې حال کې یو شمیر رسنیو راپور ورکړ چې د کابینې نهه وزیران به راتلونکې دوشنبې ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره معرفي شي.

د دې راپورونو پر اساس، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت ته؛ شیر محمد کریمي دفاع وزارت ته؛ فضل احمد معنوي کورنیو چارو وزارت ته؛ جیلاني پوپل مالیې وزارت ته، سعادت نادري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته؛ سردار احمد نعیم د سوداګرۍ وزارت ته؛ فیض الله ذکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته او رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریاست ته کاندیدان دي.

خو د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي آزادی راډیو ته وویل چې په دې اړه رسماً کومه پریکړه نه ده شوې او د کابینې غړي به هغه مهال معرفي کیږي چې ولسمشر یې په اړه پریکړه کړې وه:

"نوې کابینه به انشاءالله په هغه ټاکل شوي وخت چې د افغانستان جمهور رییس اعلان کړی و؛ د افغانستان خلکو ته به وروپيژندل شي. یعنې هغه وخت چې د دوو نه تر څلورو اونیو پورې و؛ په دغه جریان کې به معرفي شي."

یو شمېرکتونکي وايي، د کابیني په تشکلیل کې ځنډ د دې شبب شوی چې امنیتي وضیعت خراب او د حکومتي ادارو کارونه له ځنډ او ستونزو سره مخامخ شي.

دوی همدا راز وایې چې، که دا وار هم حکومت د کابینې په معرفي کولو کې ځنډ وکړي او د ولسي جرګې غړي په ژمنیو رخصتیو ولاړ شي؛ نو ښایې بیا هم وزارتونه د راتلونکو څو میاشتو لپاره د سرپرستانو له خوا اداره شي.

XS
SM
MD
LG