د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د بشري حقونو کمیسیون د ملکیانو د وژنې په اړه د م.م راپور ټکان ورکوونکی بولي


په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ یوشمیر ادارو په روان میلادي کال کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د ډیروالي په اړه ژوره اندیښنه وښوده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او په دغه هیواد کې د بشري حقونو سازمان د ملکیانو د وژنې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور ټکان ورکوونکی بولي او وایي، د جګړې ښکیلې غاړې باید نور د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی هم د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه یو راپور برابر کړی چې په نږدې راتلونکې کې به یې خپور کړي.

ښاغلي بیدار زیاته کړه چې د دوی د څیړنو په اساس په افغانستان کې روانې جګړې ملکیانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په روان ۲۰۱۴م کال کې اړولې ده:

"زموږ څیړنو هم همداسې موندلې ده او د تیر کال د همدې مودې سره څه د پاسه دیرش فیصده زیاتوالی ښيي؛ په دې کې د کوچنیانو او ښځو لوړ تعداد دی چې په جنګونو او بمي چاودنو کې وژل شوي دي."

دا څرګندونې وروسته له دې کیږي چې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د روان ۲۰۱۴ میلادي کال د لومړیو یوولس میاشتو راپور خپور کړ چې په کې د ملکي کسانو تلفات شاوخوا لس زره کسانو ته رسیږي.

په دې راپور کې راغلي چې د روان کال په یوولس میاشتو کې د جنګ جګړو له امله ۳۱۸۸ ملکي کسان وژل شوي او د دې دوه برابره نور بیا ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم د ملکیانو مرګ ژوبله دردونکې بولي.

د دې سازمان مشر لعل ګل لعل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید حکومت اساسي حل لارې ولټوي او د دې لپاره باید افغانان له تاریخه عبرت واخلي او خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

"جګړه اصلاً د حل لار نه ده، ټولې ښکیلې خواووې باید سره کښیني او د حل لار پیدا کړي چې نور زموږ بې ګناه کسان ونه وژل شي؛ مهاجر نشي او نه هم د هیواد د ننه بې کوره او یا یې کورونه وران شي."

ښاغلی لعل وایي، د دوی له نظره هم روان کال تر ټولو خونړی کال و او ممکن د لرې پرتو سیمو ارقامو د حسابولو سره د ملکیانو زیانونه د ملګرو ملتونو تر راپور هم زیات شي.

په افغانستان کې روانو جګړو نه یوازې دا چې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې؛ بلکې سلګونه کورنۍ یې د کورونو پریښودو ته اړې کړي او ګڼ شمیر خلک یې د ژوند له اسانتیاوو بې برخې کړي دي.

څیړونکي وایي، حکومت باید د ملکیانو ژوند ته اهمیت ورکړي او د دې هدف لپاره تر هر څه زیاتې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG