د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

پاکستان د تروریستي فعالیتونو په جرم نیول شوي ۲۳ کسان اعداموي


په پاکستان کې په راتلونکو څو ورځو کې هغه کسان اعدامېږي چې د تروریستي فعالیتونو له نیول کېدو وروسته محکمو د اعدام په سزا محکوم کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په اعدام حکم د محکوم شویو ۲۳ کسانو د اعدام لپاره پوره تیاري لري.

په پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې د اعدام حکم بند شوی و؛ خو د پېښور پر یوه ښوونځي د پاکستاني طالبانو له حملې وروسته چې صدراعظم نوازشریف د اعدام د حکم تطبیق ته اجازه ورکړه؛ د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف پرون د شپږو محکومانو د اعدام د تطبیق حکم لاسلیک کړ.

د ورسک روډ پر ښوونځي په حمله کې ۱۴۱ کسان چې له سلو زیات زده کوونکي هم په کې وو؛ ووژل شول.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې وویل چې پوځي محکمو پر دې شپږو کسانو د مرګ د سزا حکم مخکې ورکړی و؛ خو د حکم تطبیق تراوسه ځنډېدلی و.

د راپورونو له مخې پاتې اولس محکومان به هم په راتلونکو څو ورځو کې اعدام شي.

د پاکستان د پوځ متقاعد منصبدار بریګیډیر سعد محمد وايي؛ د اعدام سزا د ترور یستي حملو مخه نه شي نیولای. ښاغلی سعد وايي چې د تروریستانو د ځالو اداره اوس د پاکستان د پوځ له لاسه وتلې ده:

"په دې نه کېږي چې یوڅو کسان پاڼسي کړي؛ دا مساله به حل شي. دا صرف یو فکټور دی. دا ماحول موږ پیدا کړی دی، دلته سکولونه دي، دلته مدرسې دي. کنټرول پرې نشته چې هغوی څه وايي.

ترڅو چې موږ دې مسالې ته له دې نظره نه وي کتلي دا فرمایشي فیصلې چې یوڅو کسان پاڼسي کړي یا کابل ته ولاړ شي هلته دوره وکړي او خبرې وکړي ګټه نه لري. پاکستان به خپله پالیسي بدلوي او دا د زهرو ګوټ به تېروي او هله به دا مسالې حل کېږي."

د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ په اعدام د محکومو اولسو بندیانو د بخښنې غوښتنه رد کړه. په محکومانو کې محمدعقیل چې په ډاکټر عثمان مشهور دی هم شامل دی.

عقیل چې پخوا پوځي ډاکټر و؛ په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا د کرکټ د ملي ټیم پر لوبغاړو او په راولپنډۍ کې د پوځ پر قرارګاه په حملو کې په لاس لرلو تورن و.\

XS
SM
MD
LG