د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

بلوچستان: د پاکستاني طالب قومندان په شمول لس تنه وژل شوي


د بلوچستان په دوه جلا سيمو کې د لسو تنو مړي موندل شوي دي چې هويت يې تر اوسه نه دى مالوم. درې مړي له کلاسيف الله سيمې او اووه مړي له سنځاوۍ سيمې تر لاسه شوي دي.

د بلوچستان ملېشه ځواکونه ادعا کوي چې يو په کې د پاکستاني طالبانو قومندان له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دى.

د جمعې په سهار د کوټې ښار شمال ختيځ لور ته په سنځاوۍ سيمه کې د يوه طالب قومندان په شمول د اوو تنو وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. د بلوچستان ملېشه ځواکونو رسنيو ته په خبرو کې ادعا کړې، چې امنيتي ځواکونو يې د ځينو استخباراتي مالوماتو په اساس په سنځاوۍ سيمه کې د وسلوالو طالبانو په خلاف د پلټنې عمليات وکړل، چې وسلوالو ورباندې ډزې پيل کړې، په نښته کې يو وسلوال وژل شوى او دوه نور ټپيان دي او يو ملېشه سرتېرى هم ټپي شوى دى. وايي دغو کسانو په سيمه کې د سړي تښتونو او ترهګرۍ په پېښو کې يې لاس درلود.

وژل شوى تن- چې ملا نجم الدين نومېږي- په بلوچستان کې د وسلوالو پاکستاني طالبانو مرستيال مشر بلل شوي دى، خو د دوو ټپيانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي. چارواکي وايي، چې له دغو وسلوالو يوه اندازه وسله هم ور پاته شوې ده.

خو د زيارت سيمې مرستيال کميشنر عبدالخالق مندوخېل ازادي راډيو ته وويل، چې د سنځاوۍ سيمې په «بغاوه»، «پاسره تنګي» او «غبرګ» کلي کې د اوو تنو مړي موندل شوي دي او په مرموز ډول وژل شوي دي. وايي مړي تازه دي، خو په جېبونه کې يې هيڅ ډول د پېژندنې پاڼه نه شته او نه پېژندل کېږي، چې دوى څوک دي.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي کسان د سيمې ځايي اوسېدونکي نه دي، خو له بڼو طالبان مالومېږي. د دغو وژل شويو کسانو مړي د پېژندنې لپاره د کوټې ملکي روغتون ته راوړل شوي دي.

زيارت د بلوچستان له ارامو سيمو څخه ده، خو دا لومړى ځل دى چې پکې د وسلوالو طالبانو د موجودګۍ او وژل کېدو خبر ورکول کېږي.

د پنجشنبې په ورځ هم د کوټې ښار شمال لور ته د کلاسيف الله سيمې مربوط په کاڼ مهترزي سيمه کې د درو تنو مړي وموندل شول، چې درېواړه پر سرونو په ډزو ويشتل شوي وو. د سيمې پوليس چارواکي وايي د دغو درېواړو وژل شويو کسانو مړي پر صحرا غورځول شوي وو، چې تر اوسه لا نه دي پېژندل شوي.

بل لور ته د پنجشنبې په ماښام د کوټې پوليسو د ښار په ختيځه برخه کې د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس يو کور محاصره کړى وو او پينځه تنه وسلوال يې پکې نيولي، چې وايي دوه تنه پکې ازبک طالبان دي او نور درې د وسلوالو پاکستان طالبانو د تحريک غړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ورکو بلوڅانو خراب شوي مړي موندل کېدل، خو له تېر يوه کاله راهيسې د دې ايالت په پښتني سيمو پښين، چمن، کلاسيف الله او کچلاغ کې هم د مړيو د موندل کېدو لړۍ پيل شوې، چې ځينې پکې د افغان طالبانو او افغان کډوالو مړي بلل شوي دي، چې په مرموز ډول وژل کېږي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG