د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

آیا د افغانستان او پاکستان ترمینځ همکاري به د پېښور له حملې وروسته زیاته شي؟


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې پوښتنه کړې چې آیا د افغانستان او پاکستان ترمینځ همکاري به د پېښور له حملې وروسته زیاته شي کنه.

ورځپاڼه لیکي، د پېښور له حملې وروسته چې د ۱۳۲ زده کوونکو په ګډون ټول یوسل او یوڅلوېښت کسان په کې ووژل شول د پاکستان پوځي مشران افغانستان ته ولاړل؛ څو د پاکستاني طالبانو د مشر د موندلو په برخه کې چې ویل کېږي په افغانستان کې پټ شوی دی؛ د افغان چارواکو همکاري وغواړي.

ورځپاڼه د پاکستان د پوځ بیان یادوي او لیکي چې د ولسمشر اشرف غني حکومت پاکستان ته د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړی دی. افغان ولسمشر د پېښور له حملې مخکې هم د کابل او اسلام آباد د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو ډاډ ورکړی و خو نیویارک ټایمز زیاتوي چې د تروریزم له ستونزې سره د جدي مقابلې لپاره یواړخیز نیک نیت کافي نه دی بلکې پاکستان هم باید د افغانستان اندېښنو ته ځواب ووايي.

ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې وسله وال طالبان چې د افغان او امریکايي ځواکونو پرضد په جګړو کې ښکېل دي د پاکستان د پوځ له مرستو برخمن دي، په داسې حال کې چې د پاکستاني طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل شوي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکې چې پاکستان د دې عملیاتو په وسیله د طالبانو د بېلابېلو افراطي ډلو ترمینځ تبعیض کوي، یوې ډلې ته ښه او بلې ته بد طالبان وايي، خو ورځپاڼه د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د وروستیو څرګندونو ته اشاره کوي چې ویلي یې دي، نور به د ښو او بدو طالبانو ترمینځ کوم توپیر نه وي.

د نیویارک ټایمز په وینا د افراطي ډلو ملاتړ په هره بڼه چې وي یوه ناکامه طریقه ده او د پاکستان حکومت باید پوه شي چې د خپل دولت د بقا لپاره باید له افراطي ډلو سره مبارزه وکړي او د دې ګواښ په وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان یو ښه متحد کېدای شي.

فارن پالیسي خپرونې هم په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکي چې د کابل او اسلام آباد ترمینځ د اړیکو د ښه کېدو نښې- نښانې لیدل کېږي خو زیاتوي چې له دې ټولو سره سره په دې برخه کې په لنډمهال کې د پام وړ پرمختګ کومه واضحه نښه نشته.

له پاکستان سره اړیکي د پخواني افغان ولسمشرحامدکرزي لپاره د بهرني سیاست ترټولو ستونزمنه برخه وه او ترپایه یې ونشو کړای چې دا اړیکي ښه کړي خو د فارن پالیسي په وینا اوس ټولې سترګې ولسمشراشرف غني ته ګوري چې له پاکستان سره پېچلي اړیکي به څنګه له سره تعریفوي.

خپرونه وړاندې لیکي، د ولسمشرغني نوې اداره باید د پاکستان او افغانستان د اړیکو پر ټولو سیمه ایزو او نړیوالو اړخونو خبره وي.

د خپرونې په وینا ځینې بالقوه عوامل شته چې دواړه هېوادونه کولای شي د هغو په پام کې ساتلو سره خپلو اړیکو ته نوی تګلوری ورکړي او په پای کې یې په ټوله سیمه کې د رښتینې سولې ټینګښت ته امکان برابر کړي خو فارن پالیسي په وروستۍ برخه کې لیکي چې د ولسمشر غني هرراز اقدامات به د پاکستان له لوري راتلونکې ته د پاملرنې پر بنسټ له ورته اقداماتو پرته هېڅ نتیجه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG