د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د طالبانو پرضد پر درې اړخیزه عملیاتو هوکړه وشوه


افغانستان، پاکستان او د امریکا په مشرۍ نړیوال مرستندویه امنیتي ځواک (آیساف) موافقه کړې چې دوی به په ګډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې په دواړو خواو کي د وسله والو طالبانو پرضد عملیات کوي.

په بهرنیو چارو کي د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وایي؛ درېیو اړخونو موافقه کړې چې د طالبانو پر هدفونو له حملو مخکې به یو بل ته خبر ورکوي. ده زیاته کړه چې دا پوځي عملیات به د درېیو اړخونو له خوا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر اساس پرمخ وړل کیږي.

سرتاج عزیز دا خبره رد کړه چې ګوندې د وسله والو پر ضد عملیاتو کې او هغه هم د خاصو هدفونو د تعقیب پرمهال ممکن د هیوادونو له ځمکني تمامیت نه سرغړونه وشي.

سرتاج عزیز په دي اړه وویل؛ داسې کومه مساله به نه رامنځ ته کیږي؛ دا په دی معنی، کله چې موږ په خپل لوري کې عملیات کوو؛ موږ به افغانستان ته خبر ورکوو او کله چې هغوی کوم هدف تعقیبوي؛ موږ ته به یې په اړه خبر راکوي. عزیر د عملیاتو د پیل ټاکلې نیټه په ډاګه نه کړه.

له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګ پوړي چارواکي چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې؛ اناډولو آژانس ته ویلي، د درې اړخیزو عملیاتو پرمسالې توافق افغانستان ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د سفر پرمهال وشو.

په غونډه کې له شریف سره د افغانستان لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي او په افغانستان کې د آیساف قوماندان جنرال جان کیمبل ګډون کړی و.

جنرال شریف د چهارشنبې په ورځ کابل ته تللی و او د سه شنبې په ورځ په پیښور کې په یوه ښوونځي کې چې د پوځ له خوا پرمخ وړل کیږي؛ د وسله والو په حمله کې ۱۴۱ کسان چې اکثر یې زده کوونکي وو؛ وژل شوي وو.

دغه چارواکي دا هم ویلي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د افغانستان جمهور رییس اشرف غني؛ د افغانستان جګ پوړو پوځي مشرانو او د آیساف قوماندانانو ته وویل؛ تروریستان په ښوونځي کې د عملیاتو په جریان کې له خپلو مشرانو سره په افغانستان کې د موبایل ټيلفونو له لارې په تماس کې وو.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، د پاکستان د پوځ لوي درستیز، افغان مشرانو ته وویل چې د پاکستاني طالبانو د مشر مولانا فضل الله په ګډون چې د دوی په باور په کونړ ولایت کې فعالیت کوي؛ باید عاجل عمل وکړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي؛ افغانستان، پاکستان او په افغانستان کې دېره ایتلافي ځواکونو له دې مخکې هم د تروریزم پرضد مبارزه کې په درې اړخیزې همکارۍ توافق کړی و؛ خو ګټور اقدامات په کې نه دي ترسره شوي.

دا چې پاکستان یوازې د فضل الله پرضد عملیاتو ټینګار کوي؛ دا به د افغان لوري لپاره د قناعت وړ غوښتنه ځکه نه وي چې افغان حکومت د حقاني شبکې په ګډون د ټولو وسله والو او تروریستانو پرضد د صادقانه همکارۍ غوښتنه لري.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په دې اړه وایي:

"دا مهال پاکستان، افغانستان او امریکا دې نتیجې ته رسیدلي چې تروریستان په سرحداتو کې زیات شوي او باید عملیات وشي. پاکستانیان عجالتاً دا تقاضا لري چې د دوی په وینا؛ فضل الله په کونړ کې دی او لومړی باید په ده باندې عملیات وشي.

زه په دې باور یم، دا عملیات هغه وخت نتیجه ورکوي چې ناټو یې په سر کې وي؛ افغانستان او پاکستان ورسره همکاري ولري. دواړه هیوادو استخبارات سره شریک کړي. خو که په حقانې ډلې ټپلې، حافظ ګل بهادر، ګل ولي او نورو عملیات ونشي او یوازې هدف افغانستان وي؛ دا به ډیره ګرانه وي."

په عین حال کې د هند ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې د جمعې د ورځې ګڼه کې لیکلي؛ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د دې هیواد د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) رییس جنرال رضوان اختر کابل ته د سفر پرمهال؛ افغان مشرانو ته هغه غږ هم اورولی او ورکړی چې په کې ښودل شوي؛ ملا فضل الله د پیښور پر ښوونځي له وسله والو حمله کوونکو سره د حملې په جریان کې خبرې کوي.

ایکسپرس ټربیون دا هم ویلي، د پاکستان د پوځ مشر او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ آیساف ځواک سلا شول چې پر ملا فضل الله به د ځمکنۍ حملې پرځای په کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د بې بیلوټه الوتکې برید کوي. پاکستانې چارواکې اداعا کوي چې نوموړی په همدې سیمه کې پټ دی.

XS
SM
MD
LG