د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

افغانستان د ډله ييزې وژنې د قتل د طراح د موندلو لپاره په هلوځلو کې ملګری کېږي


نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره د افغانستان او پاکستان له خوا د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ټایمز:

د بريتانيا چاپ ټايمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې ليکلي چې افغانستان د ډله ييزې وژنې د قتل د طراح د موندلو لپاره په هلوځلو کې ملګری کېږي.

د دې ورځپاڼې له ليکنې سره سم؛ داسې ويل کېږي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله به د افغانستان په کونړ ولايت کې پټ وي.

د ټايمز ورځپاڼې له ليکنې سره سم په پېښور کې پر يوه ښوونځي له حملې وروسته چې ۱۴۱ تنه په کې ووژل شول؛ د پاکستان دوه جګپوړي امنيتي چارواکي افغانستان ته لاړل.

ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني څرګندونې رااخيستي چې وايي؛ هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان او پاکستان د تروريزم او افراطيت پر ضد په جګړه کې له يو بل سره صادقانه او موثره همکاري وکړي او افغانستان تيار دی چې په پاکستان او افغانستان کې د سولې لپاره په يوازې توګه ګامونه پورته کړي.

ټايمز ورځپاڼه زياتوي، په پېښور کې پر ښوونځي وروستۍ حمله د سخت دريځو د حملو نوي لوري ښيي. دوی پخوا يوازې د پوځ او پوليسو پر هدفونو بريدونه کول؛ خو اوس تر دې اسانه هدفونه په نښه کوي.

ټايمز ورځپاڼه د بريتانيا د برمنګهم پوهنتون د بحران او همکارۍ د انسټيټيوټ د کارکوونکي طلعت فاروق په قول ليکلي چې وايي، په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پر ضد د پاکستان د پوځ عمليات تر ډېره بريالي وو؛ خو په سياسي برخه کې يې زياتې نيمګړتياوې لرلې.

د فاروق په وينا حکومت په دې برخه کې جدي سياسي غوښتنه نه ده کړې او د قانون د پوره عملي کولو لپاره له تروريزم سره مبارزې ته ژمنه نه ښيي.

د لندن ټايمز ورځپاڼې همداراز د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له خولې ليکلي چې وايي، د پاکستان خلک د تروريزم پر ضد په جګړه کې امريکا يو باوري شريک نه ګڼي.

فارن پاليسي:

فارن پاليسي خپرونې، په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه خپله تبصره په دې پوښتنه پيل کړې: "افغانستان د لندن له کنفرانسه وروسته په څه حال کې دی؟"

د دې ليکنې په يوه برخه کې لولو؛ د اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو وروسته طالبانو او متحدانو يې داسې کومه نښه نه ده ښودلې چې جګړه بس کوي؛ بلکې د دې برعکس يې حملې تېزې کړي دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د لوېديځ په مشرۍ ديارلس کلونو پوځي هڅو په دې هيواد کې تلپاتې سوله رانه وستلې شوه.

د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د حکومت په اجنډا او اعلاميه کې څرګنده شوه چې افغانستان غواړي په ځان متکي شي او د اقتصادي وضعيت، ځايي او سيمه ييز ثبات د ښه کېدو لپاره زيات پام ځان ته واړوي.

د نشريې له ليکنې سره سم، له ۲۰۰۲ ميلادي کال را په دې خوا په هرو دوو کلونو کې د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس جوړ شوي دي. په برلين، لندن، پاريس، کابل او توکيو کې د افغانستان په کنفرانسونو کې د افغانستان پر اقتصادي ملاتړ ټينګار شوي او د اقتصادي او اجتماعي ودې لپاره ځانګړي هدفونه په ګوته شوي دي.

خو د فارن پاليسي خپرونې پر اساس له کلونو وروسته لا هم ډېرې نيمګړتياوې ليدل کېږي او دغو کنفرانسونو په افغانستان کې د ثبات لاره اواره نه کړاي شوه او د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په کتو دا پوښتنه کېږي چې د لندن کنفرانس تر څه حده کېداي شي ګټور وي او د دغو ستونزو له حل سره مرسته وکړي؟

XS
SM
MD
LG