د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

مستغني: د سوریې جنګ ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه شواهد نشته


که څه هم د سوریې جګړې ته د ایران لخوا د افغان مهاجرو په زور لیږل د کورنیو او نړویوالو رسنیو د بحث موضوع ګرځیدلې؛ خو د افغانستان د حکومت چارواکي اوس وایي چې د دې موضوع په اړه کره شواهد نه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ دا موضوع یې په ایران کې د خپل سفارت له خوا تعقیب کړي او په اړه یې کره او دقیق شواهد افغان چارواکو ته په لاس ندي ورغلي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ ازادی راډيو ته وویل؛ که داسې څه وي هم، ممکن یوشمیر افغانانو به د خپلو شخصي انګیزو له مخې جنګ ته د تګ زړه ښه کړی وي؛ خو په زور څوک مجبور کړای شوي ندي.

"په تهران کې د افغان سفارت له خوا دا موضوع تعقیب شوې ده چې ایا افغانان رښتیا هم په زور یا د پیسو په بدل کې له ایران څخه سوریې ته لیږل شوي یا نه؟ خو هیڅ داسې راپور ثبوت او شواهد چې دا ادعاوې ثابتې کړي تر اوسه لاس ته نه دي راغلي."

په دې وروستیو کې د فرانسې خبري اژانس د یوې ډلې له قوله چې د سورېې جنګ څاري لیکلي وه چې د سورېې په جنګ کې د څو میاشتو راهیسې په ایران کې افغان کډوال هم د بشرالاسد په طرفداری جنګیږي.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ایران سپاه پاسداران په هغه هیواد کې میشت افغان مهاجر په زور سوریې ته د جنګ لپاره لیږي تر څو د بشرالاسد د مخالفینو په وړاندې وجنګیږي.

له دې ور ها خوا داسې ادعاوې هم کیږي چې په ایران کې هغه افغان کډوالو تهچې سوریې ته د جنګ لپاره ځي یو شمیر مادي او اجتماعي امتیازات او په ایران کې د اوسیدلو قانوني جوازونه ورکول کیږي .

خو د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات ازادی راډيو ته وویل؛ هیچاته به د دې موقع ورنه کړي چې د افغان کډوالو څخه د خپلو داخلي سیاستونو لپاره استفاده وکړي:

"هر هیواد چې د مهارجرو څخه د خپلو داخلي سیاستونو یا د خپل هیواد په ګټه استفاده کوي؛ دا د افغان حکومت لخوا غندل کیږي، موږ به په هیڅ وخت کې پرینږدو چې چې د مهاجرینو څخه زمونږ دوه ګاونډي هیوادونه د وسیلي په توګه استفاده وکړي.که داسې څه څرګند شي مونږ به خپل اعتراض نړیوالې ټولې او ملګرو ملتونو ته هم ورسوو.

د سوریې جنګ ته د ایران له لوري د افغان کډوالو تشویق او لیږلو په هیواد او بهر کې د افغانانو ډیر عکسالعمونه راوپارول او د افغان حکومت څخه یې د دې کار د مخنیوي غوښتنه درلودله.

افغان څیړونکي وایي په هیواد کې دوامداره ناامني؛ فقر او بې کاري د دې سبب شوي چې افغان مهاجرې کورنی دې په سوله کې د اوسیدو په بدل کې خورا ډير نور کړاوونه وزغمي.

دوی وایې افغانان او په تیره کډوال به هغه وخت د بهرنیو سیاستونو او په زوره د تپل شوو کارونو څخه خلاص شي چې په خپل هیواد کې سوله،امنیت کاري مصونیت او ورورولي وویني.

راپور: یوسف خان

XS
SM
MD
LG