No media source currently available
د کابل نوی ټاکل شوی امنیې قومندان وایي چې د ښار د امنیت د ټینګښت لپاره نوي پلانونه او طرحې لري. لوی پاسوال عبدالرحمان رحیمي ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د دې پلانونو په عملي کولو سره به په کابل کې د بیلابیلو جرمونو مخه ونیول شي.