د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

"وسله وال طالبان په ټول افغانستان کې خونړۍ حملې کوي"


نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د طالب وسله والو د بریدونو د زیاتېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

ګارډین په افغانستان کې د بې امنۍ د زیاتیدو په اړه تر دې سرلیک لاندې چې "وسله وال طالبان په ټول افغانستان کې خونړۍ حملې کوي" مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې بګرام ته نږدې د ناټو پر عسکرو د حملې؛ ورپسې د سترې محکمې د دارالانشا د رییس وژل کیدو او بیا په کابل کې د ملي اردو د منسوبیینو پر موټر حملې ته اشاره کړې او لیکي چې تر ټولو خونړۍ حمله په هلمند کې وه چې دولس ماین پاکان يې قرباني شول.

ګارډین لیکي، دا حملې په افغانستان کې د یوې خونړۍ میاشتې په دوام کې شوې چې وسله وال طالبان په کې وتوانیدل چې جګړه د دې هیواد زړه ته وغځوي.

ګارډین لیکي، غالباً د حملو د زیاتیدو هدف د افغانستان د نوي منتخب ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ کمزوري کول او د وسله والو د زور څرګندول دی.

ورځپاڼه لیکي، دا وروستۍ حملې د افغانستان د امنیتي ځواکونو بقا تر پوښتنې لاندې نه شي راوستلای؛ خو دا ثابتوي چې وسله وال تر کابله چې ښه امنیتي څارنه یې کیږي؛ لاس غځولای شي.

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ هم په همدې مساله تبصره کړې او په یوه مقاله کې یې لیکلي چې په تیرو دیارلس کلونو کې تر بل هروخت، سږکال د افغانستان د امنیتي ځواکونو زیات غړي وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پينځه زره عسکر او پولیس او یو نیم زره ملکي خلک وژل شوي دي.

انډپنډنټ:

د بریتانیې چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې، په عمومي ډول په افغانستان کې د امنیت خرابوالي؛ افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارل کیدو او له افغانستانه د نړیوالو ځواکو وتلو ته کتنه کړې ده.

ورځپانې په یوه رپوټ کې ویلي چې له هغو سیمو چې نړیوال عسکر وتلي؛ ډیر ځایونه وسله والو طالبانو نیولي دي.

د انډپنډنټ خبریال چې په وروستیو کې هلمند ته تللی و؛ په دې رپوټ کې لیکلي: "له هلمنده د ټولو بریتانوي عسکرود وتلو لا یوه میاشت نه ده پوره شوې؛ خو ویل کیدلای شي چې دلته د افغان حکومت واکمني د هرې ولسوالۍ په تقریباً شل کیلومترۍ کې محدودیږي."

دې خبریال د هلمند له مرکز لشکرګاه تر مارجې ولسوالۍ د خپل سفر په یادښتونوکې لیکلي: "زموږ ډریور د لشکرګاه له ښاره تر نږدې شل دقیقې مزل وروسته؛ مخ راواړه او ویې ویل چې نور دې خداي (ج) پر موږ او تاسېورحمیږي؛ له دې ځایه وروسته د حکومت کنټرول نشته.

XS
SM
MD
LG