د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره د ګارنیزیون جوړولو اغېز؟


د امنیتي او پوځي چارو یوشمېر افغان کارپوهان د امنیت او ثبات په برخه کې د افغان ولسمشر وروستۍ څرګندونې ګټورې بولي.

محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه والي په هدف بایدپه راتلونکو دوو اونیو کې د ملي امنیت شورا د ګارنیزیون د رامنځ ته کولو پریکړه وکړي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې امنیتي وضعیت خراب شوی؛ ولسشمر اشرف غني د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره د ګارنیزیون په جوړېدو ټینګار کړی.

ولسشمر اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره باید په راتلونکو دوو اونیو کې د ملي امنیت شورا د ګارنیزیون د رامنځ ته کېدو پریکړه وکړي.

په ورته وخت کې د پوځي او امنیتي چارو یوشمیر افغان کارپوهان وايي؛ که چېرې د ګارنیزیون رامنځ ته کول سمبولیکه بڼه ونه لري او د تېر په څیر ټول امنیتي قطعات د هغه د امر لاندې فعالیت وکړي؛ دغه اقدام به د امنیت د ټینګښت لپاره خورا ګټور وي.

جاوید کوهستاني هم ورته نظر لري:

"دا نه باید یو سمبولیکه بڼه ولري؛ لکه د تېر په څیر ټولې امنیتي ادارې؛ جزتامونه او د ولایتونو دفاعي شوراګانوې د ګارنیزیون له امر لاندې کار وکړي؛ کولای شي مثبت نتایج ولري، دا مهال موږ د سلسله مراتبو پړاونو لرو چې ستونزې لري؛ ګارنیزیون کولای شي ښه تاثیرات ولري؛ په دې شرط چې د افغانستان ملي امنیت شورا په دې برخه کې ښه دستورونه جوړ کړي."

ښاغلي کوهستانی وايي چې په تېر کې د افغانستان په ټولو لویو ښارونو کې ګارنیزیون قطعات موجود وو او مهم امنیتي رول یې ترسره کاو.

د ښاغلي ګوهستاني په خبره په ځینو ولایتونو کې قول اردوګانې موجودې وې او د قول اردو قوماندان د ګارنیزیون مسوولین هم و.

پخوا به ټولو امنیتي قطعاتو خپل وظایف د ګارنیزیون په چوکاټ کې د ګډو اهدافو لپاره تنظیم او ترتیبول.

ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې د ګارنیزیوند جوړېدا په اړه څرګندونې کړې چې تېره او روانه اوونۍ کابل ښار د څو پرلپسې چاودنو او انتحاري حملو شاهد و.

وروستۍ پیښه د شنبې په ورځ د کابل د شیردروازې په سیمه کې وه چې د ملي اردو ۷ سرتیري په کې ووژل شول او د ملکیانو په ګډون شل کسان په کې ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي د امنیتي ځواکونو او کشفي ارګانونو په همغږي ټینګار کوي.

د دې کمېسیون غړي حاجي سخي مشواڼي ازادۍ راډيو ته وویل:

"ترڅو پورې چې امنیتي ځواکونو په خپل منځ کې همغږي ونه لري؛ ګارنیزیون به بیا هم د چا اړوند وي له همدې ارګانونو به کنترولیږي؛ ترڅو هر افغان د امنیت د راتګ لپاره کوښښ ونه کړو په ګارنیزیون هیڅ نه کیږي."

په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې ورځ تربلې امنیتي پېښو خلک اندېښمن کړي دي.

معلومه نه ده، چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې به د ولسمشر سپارښتنې څنګه عملي او څه ګټې به ولري؛ خو د چارو څیړونکي وایي، ترڅو چې حکومت له خپلو وسله والو مخالفینو سره له سیاسي لارې روغې جوړې ته ونه رسیږي، د امنیت ټینګښت امکان نه لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG