د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

ایران د یوشمېر افغان کډوالو د استوګنې ویزې د ۶میاشتو لپاره وغځولې


په ایران کط د افغان مهاجرو شمېرله دوه میلیونو زیات دی او تقریباً هر افغان مهاجر د ایراني چارواکو له غیر انساني او ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

د ایراني چارواکو په ناوړه چلند کې د مهاجرو وهل ټکول؛ په زوره ایستل، له تعلیم او تربیې نه د هغوی محرومیت او حتی د زیات شمېر افغانانو اعدامول هم شامل دي.

په ایران کې افغان مهاجر یوازې دومره کوي چې هره ورځ آزادي راډیو ته ټيلفونونه کوي اوغواړي چې ستونزې یې افغان چارواکي واوري.

د بېلګې په توګه څو تنه افغان مهاجر په ایران کې خپلې ستونزې داسې بیانوي:

"۱ - زه په ایران کې یو مهاجر یم. موږ په مصیبت او بدبختۍ کې ژوند کوو. په ورځ کې شپیته تنه د ایران په دې ولایت کې وژل کیږي؛ آیا دوی خاوند او صاحب نه لري؟ آیا د دوی پوښتنه نه کیږي؟ له خدای او قرآنه وبېریږئ او زموږ غم وخورئ. زموږ برخلیک به څه کیږي؟

۲- عبدالمومن رحماني یم؛ د ایران په کاشان ښار کې مهاجر یم. په ایران کې ټول مهاجر له خپلو کوټو نه بهر نه شي وتلای. په دې ژمي کې په پوځي بارکونو کې اچول کیږي."

په ایران کې یوازې شاوخوا ۴۵۰ زره افغان مهاجر قانوني اسناد لري؛ خو دوی هم وایي چې د ایراني چارواکو له ځورونو او ناوړه سلوک نه په امن نه دي.

په دې نږدې ورځو کې یو شمېر افغانې کورنۍ له ایران نه په جبر او زور ایستل شوي او دا ځکه چې تهران وایي؛ د دوی د اقامت وخت پوره شوی او باید چې خپل وطن ته ستانه شي.

په زرګونو هغه افغان مهاجر چې د څو کلونو موده کې وطن ته ستانه شوي؛ له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي. دوی سرپناه نه لري، کارونه ورته نشته او کوچنیان یې هم ښوونځیو ته د تلو امکانات نه لري.

افغان حکومت وایي، افغان مهاجر باید په خپله خوښه وطن ته راستانه شي؛ نه د زور او جبر له لارې.

د ملي وحدت حکومت د اجراییوي رییس مرستیال محمد محقق ایران ته تللی او هڅه کوي چې ایراني چارواکي راضي کړي چې افغانان په زوره ونه باسي.

ښاغلي محقق آزادي راډیو سره خبرو کې وویل؛ د سفر په جریان کې ورته ایراني چاراکو وعده ورکړه چې د یو شمېر افغان مهاجرو اقامي به د نورو شپږو میاشتو لپاره وغځوي. کله چې مو له ده نه وپوښتل آیا شپږ میاشتې لږ وخت نه دی او له دې نیټې وروسته به د افغانانو برخلیک څه وي؟ ده په ځواب کې وویل:

"یو افغاني متل دی چې وایي؛ یک شب درمیان، خدا مهربان. اوس خو دا وخت شپږ میاشتې غځول شوی او بیا به ګورو چې موږ خپلې طرحې راوړ او له ایراني وروڼو سره څه نتیجې ته رسیږو."

ښاغلي محقق زیاته کړه، په ایران کې د هغو افغانانو شمېر چې د اقامو موده یې غځول شوې شاوخوا ۴۵۰ زرو کسانو ته رسیږي او دا هغه کسان دي چې دوی د استوګنې اسناد لري او د اعتبار موده یې ختمه شوې ده.

د ښاغلي محقق په وینا، شاوخوا دوه میلونه نور افغان مهاجر هم په ایران کې ژوند کوي چې تقریباً نیمایي د مهاجرت اسناد لري او نیمایي نور یې په غیر قانوني ډول اوسیږي. د دې شمېر افغان مهاجرو په اړه ښاغلي محقق وویل:

"پریکړه وشوه چې د دې ډول مهاجرو لپاره د ثبت کولو یو خاص پروګرام جوړ شي او هغه کسان چې د دوو کالو وړاندې وخت له پروګرام نه پاته دی او پاسپورټونه یې نه دي اخیستي او یا هغه کسان چې نومونه یې نه دي ثبت کړي؛ د دوی په اړه باید نوي معلومات راټول شي چې شمېر یې څومره دی او وروسته به یې د ستونزو په اړه بحث وشي."

جمهور رییس اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ویلي وو چې د مهاجرو د ستونزې د دایمي حل لپاره پروګرامونه لري؛ خو تر اوسه د دې پروګرامونو څرک نه دی لګیدلی.

XS
SM
MD
LG